افغانستان

د حزب اسلامي مشهور قومندان «زرداد» کابل ته راستنېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د تنظیمي جګړو پر مهال د کابل-جلال اباد په لویه لار مشهور لارشکوونکی او د حزب اسلامي قومندان زرداد فریادي یو ځل بیا کابل ته راستنیږي.

زرداد د قتل، غلا، اختطاف او نورو جنایتونو په تور له تېرو څو کلونو راهیسې په لندن کې بندي و. خو له افغان دولت سره د ګلبدین حکمتیار تر جوړجاړي وروسته د نوموړي د خوشې کیدو خبرونه ورکړل شول.

په ټولنیزو پاڼو کې د حزب اسلامي کره سرچینو ویلي چې قومندان زرداد له بنده ازاد شوی او ډیر ژر به کابل ته راورسیږي.

زرداد فریادي د لارې شکولو، وژلو، اختطاف، غلا، د خلکو په تعذیب او نورو جرمونو کې مشهوره څېره بلل کیږي. نوموړي په نویمو کلونو کې د کابل-جلال اباد په لویه لاره د خپلسرې تالاشۍ پاټک جوړ کړی و.

د هغه په پاټک کې د خلکو د تعذیب او شکنجې لپاره یو تن ګومارل شوی و چې په «سپي» یې شهرت درلود، هغه به لارویان د سپي په څیر داړل.

د طالبانو په راتګ سره قومندان زرداد لندن ته وتښتېد، خو د هغه په لاس د ځوریدلو افغانانو له شکایتونو وروسته په برتانیه کې ونیول شو او په بند محکوم شو.

نوموړی په داسې حال کې یو ځل بیا کابل ته را لیږل کیږي چې افغان دولت له ګلبدین حکمتیار سره تازه د جوړجاړۍ توافقنامه لاسلیک کړې.

له بند څخه د نوموړي ازادۍ او هیواد ته یې راتګ په ټولنیزو پاڼو کې سختې نیوکې راپارولي، خو د حزب اسلامي پلویان په دې دلیل د نوموړي هرکلی کوي چې که د نورو ګوندونو جنایتکاران په کابل کې اوسیدی شي د حزب اسلامي جنایتکار ته هم باید ځانګړې پاملرنه وشي.

تر اوسه د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاندویانو د قومندان زرداد فریادي د بیرته راتګ خبر رسما نه دی تایید کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

زما په اند امریکایانو نوره ماته خوړلی او د انسانانو داړل یا ځورول په سپو خپلو سپو ته پریږدی ځکه داسی کسان وطن ته رابولی او هغو ته به خپله غیر انسانی دنده وروسپاری – خذلهم الله تعالی خذلانا کبیرا

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x