افغانستان

ولسي جرګې د صلاح الدین رباني په ګډون ۳ وزیران سلب صلاحیت کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): نن د ولسي جرګې له لوري د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني، د فواید عامه وزیر محمود بلیغ او د کار، ټولنیزو چارو وزیره اوریاخېل له خپلو وزراتونو څخه سلب صلاحیت کړل.

ولسي جرګې د رواني میاشتي (لړم ۱۹) پریکړه کړې وه چې ټول هغه وزیران به ولسي جرګې ته استیضاح کوي چې د خپلو وزارتونو انکشافي بودیجه یې تر اویا سلنه په کمه اندازه مصرف کړې، چې په همدې لړ کې ۱۸ وزیران به هره ورځ درې درې ولسي جرګې ته حاضريږي او له سره به د اعتماد رایه اخلي.

صلاح الدین رباني د نن ورځي په ناسته کې وروسته تر هغه سلب صلاحیت شو کله چې د ۲۰۷ رایو څخه ۵۸ د اعتماد رايي واخیستي او ۱۴۰ رايي د عدم اعتماد رايي تر لاسه کړي.

همداسي اوریاخېل د ۲۰۷ رایو څخه ۱۴۴ د عدم اعتماد رايي واخیستي.

د فواید عامې وزیر په ۱۶۷ رایو له خپل وزارته سلب صلاحیت اعلان شو.

د ګډحکومت کابینه چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ تر ډیرو ناندریو وروسته جوړه شوې، د ولسي جرګې په وروستیو اقداماتو یو ځل بیا د ستونزو سره مخ شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x