ادبي لیکني

خاطره څنګه ولیکو؟

بخت مرجان بختیار

تاسو هره ورځ له پوهنتون یا ښونځي نه کور او له کوره دوکان یا دفتر ته ځئ. په لاره کې له ډېرو جزوي پېښو او حالاتو سره مخ کیږئ. دا پېښې او حالات یا عادي وي او یا غیر عادي. که عادي پېښې مو ذهن را وانخلي نو باک نه لري؛ خو که له غیر عادي پېښو بې پروا تېرشئ، د ځېرکتیا قوه مو کمزورې شوې ده.

غیر عادي پېښې یا حالات دوه قسمه دي: یا به ښه او خوښونکي وي او یا بد او خپه کوونکي. په دې دواړو حالاتو کې مو د هماغه ځای انځورونه او واقعه په ذهن کې یو څه وخت پاتیږي او هم ترې اغیزمنیږئ. که چېرې داسې یو حالت او پېښه درباندې ښه یا بد اغېز وکړ، خاطره ده. داسې تعریف هم لري: هغه واقعیت چې د تخیل په رنګ رنګین شي خاطره ده.

له پورتني پېژنده ښکاري چې خاطره حقیقت نه واقیعت دی؛ یانې په هغه څه لیکل کیږي چې واقع(پېښ) شوي وي. که په هغه څه لیکنه وکړو چې واقع کیږي یا ممکن واقع شي دې ته خاطره نه شو ویلای.

خاطره داسې ژانر دی چې لمړنیو لیکوالو ته د لیکوالۍ فرصت په لاس ورکوي. لیکوال چې د لیکوالۍ په پيلیزو مرحلو کې روان وي، د کم نظره انسان غوندې وي؛ چې په طبعت کې ډېر شیان وي خو دی یې نه ویني. که یې وهم ویني تت او خړ ورته ښکاري؛ خو همدا ړوند بیا خپل دردونه او د زړه خبرې له کتلو ور ها خوا حس کولای هم شي. ابتدایه لیکوال هم په اوایلو کې موضوعات نه شي موندی او که پیدا یې هم کړي تت او سولیدلي وي. نو خاطرې داسې دي لکه د ړانده په زړه کې درد او خبرې چې نوی لیکوال کولی شي په اسانۍ سره یې د الفاظو په جامه کې سمبال کړي.
د غضنفر خبره: ((که له څا اوبه راونه باسو، څا وچیږي. دغه راز که همېشه لیکل ونه کړو د لیکلو استعداد مړاوی کیږي.)) نو هره ورځ لیکنه خو به نوی لیکوال وکړي؛ خو موضوعات ورسره نه وي. په خاطره کې بیا له دې ستونزې سره نه مخ کیږي؛ ځګه هره ورځ نوي نوي شیان ګوري. که په لیکلو یې لاس پورې کړي یوازې نوښت نه؛ بلکې د لیکنو لړۍ به یې هم روانه وي.

نوي لیکوال که هره ورځ لس شل دقیقې قلم وخوځوي او خپلې خاطرې ولیکي ژر ده چې د نوښتګرو او روانو لیکوالو تر نوملړه ورسیږي.

ابتدایه لیکوالو ته ممکن خاطره هم سخت کار وبریښي. نه نه. داسې نه ده. تاسو له همدې شېبې ځېرک وا اوسئ! په لږ وخت کې به له یو غیر عادي حالت سره مخ شی. ممکن داسې څه وګوری چې غیر عادي انګېرنه ترې وکړی. وخت له لاسه ور نه کړئ. قلم را واخلئ او همدا حالت انځور کړئ! که د لیکلو پر وخت یې مهمو جزوي نقاطو ته پاملرنه وکړی او انځور یې کړی، بده نه ده. شیطان مو له دې کشمکش سره هم مخ کوي، چې دا به په څنګه نثر ولیکم؟ هنري به شي او که نه؟…

هیڅوک په یوه ورځ نه دي ملایان شوي. په لومړیو کې چې هر څنګه وي، درباندې تېر شوی حالت انځور او بیان کړئ! له خپلو احساساتو مو خبر کړئ! بیا وروسته دې ټکو ته پام کوئ!:

ــ د خاطرې پېل مو په ساده خو هنري جملې وکړئ! مثلا: ښار ته تلو. دواړه د موټر په شا سیټ کې کېناستو. له څه مزل وروسته موټروان بریک وواهه.

ــ څه خبره ده؟

ــ نه پو هېږم.

ــ دا خلک ولې راټول دی؟…

ــ هڅه وکړی چې تلوسه له پېله ورسره ملګرې کړی؛ چې تر پایه یې ولولو.

ــ له تشبهاتو، استعارو او کنایو ډډه وکړئ! ځکه چې ادبي ټوټه نه لیکو.

ــ پای یې با مفهومه کړئ!

د پای جمله یې پای کړئ!

خو دا ټولې هغه خبرې دي چې له ډېرو لیکلو وروسته یې پلي کول درته اسانیږي.

په پای کې دومره وایم چې که څوک هم غواړي لیکوال شي له خاطرې دې یې پېل کړي. هره ورځ دې خاطره ولیکي. د خاطراتو او یادښتونو کتابچه دې له ځان سره ولري. دا خاطرې او یادښتونه به یې یو وخت دومره په کار راشي چې ممکن ډېر کتابونه هم هغه خلا ور ډکه نه کړي. مثلا: که مو په کومه رسنۍ کې کار کاوه د خاطرو په ارزښت به پوه شئ؛ ځکه رسنۍ د اژدها مثال لري. هرڅه چې ور اچوې خوري یې. دهغې اژدها مړول یوازې او یوازې همدغه کوچنۍ خاطرې کولای شي چې نن یې لیکی.

خاطرې مو تاریخ ژوندی ساتي او د تیرو یادونو لپاره ښه ذخیره ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close