
شعـــــرونه
د زړه فانوس/ عرفان الله عرفاني
عرفان الله عرفاني
د زړه فانوس ته مې ډيوه پکار ده
ژوند ته مې نوې فلسفه پکار ده
چې ماشوم عشق مې پکې زده کړه وکړي
ماته د مینې مدرسه پکار ده
اوبه کوم پرې د خیال تږی کاروان
د غره لمن کې مې چینه پکار ده
ګوره زه یمه د مینو سفیر
ډکه له ناز مې کرشمه پکار ده
دنګه ولاړه د جُنون کلا ده
ورته د عقل دروازه پکار ده
د چا د یاد دښتې مې ټولې پل کړې
د صحرا هجر ته خیمه پکار ده
په نڅا راغله د غزل ښاپېرۍ
اوس مې قلم او کتابچه پکار ده
ځمه جهاد ته له غازیانو سره
یو مې ټوپک بله چانټه پکار ده
پر سړک راغلل د رقیب ټانګونه
ښه بارودي غټه بوشکه پکار ده
(عرفاني) تاته مې څو ځل و ویل!
زما غرنۍ مسته ټپه پکار ده