نادري ناولده

د یمنۍ پېغلې ولور؛ یو ملیون د فیس بوک لایکونه

نن ټکی آسیا: د یمن په تعز ښار کي یوه پلار د خپل لور لپاره مرکه کوونکی ځوان هغه وخت هیښ پاته کړ، کله چې يې ورنه غوښتنه وکړه چي د لور ولور/ مهر به یې یو ملیون لایک(خوښوونې) وي.

نوموړی په خپل نوي زوم شرط ایښي چې پر هغو مطالبو او تبصرو به یو ملیون لایکونه ورته پيدا کوي چي نوموړی يې یا په خپله فیسبوکي پاڼه کې او یا یې هم د بل چا په پوسټ باندي د تبصرو په بڼه نشروي.

د دغه پلار په اړه ویل کیږي چي په یمن کي د فیسبوک یو فعال او مشهور شخصیت دی.

نوموړي ویلي چي دی به په ډیر اهتمام او شوق سره خپل د نوي زوم د شرط پوره کولو په لړ کې د هغه هلي ځلي څاري،چې تر اوسه ډیر ځیني خوشحاله هم دی، ځکه زوم د شرط په پوره کولو کي د نویو مهارتونو څخه کار اخلي.

د انجلۍ پلار زیاته کړې چي د میاشتي په وروستیو کي به پایله ګوري، که مثبته وه او د لایکونو په موندلو کي ښه پرمختګ شوی وو، نو کیدای شي د ملیون لایکونو شمیره د هغه په خاطر لږ را ټیټه کړي.

ویل کیږي چي په یمن کي هم زموږ د هېواد په څېر اکثره ځوانان د زیاتو او درنو ولورونو له کبله په تنګ راغلي او د ځوانانو ودونه له همدې کبله ځنډیږي، ځکه چي د انجنو پلرونه ترې زیات مهر غواړي،چې په منځني ډول ملیونونو یمني ریالو ته رسیږي ( شاوخوا ۵ زره امریکايي ډالر).

پر هغه سربیره له زوم څخه نوري نخرې او غوښتني هم کوي، چي له کبله یې ځوانان قرضونو، مسافریو او د ملک-پټې خرڅولو ته هم اړ کړي.

د انجلۍ پلار چی عبد الله سالم العیاش نومیږي د العربیه تلویزون سره په مرکه کي وویل چي د لور لپاره یی د لایکونو ولور د څو وجو څخه وټاکه، چي په هغو کي یې یو هم په یمن کي د ولور لوړوالي ته د خلګو توجو را اړول وه، او بل د انجلۍ او هلک تر منځ له مخکي نه توافق موجود وو، او زیاته یې کړه چي په دې کاره سره د ځوانانو توجه د اجتماعي پاڼو ګټو ته هم اړول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x