نظــر

په اشغالګرو د بریدونو تمرکز ستر جهادي اولویت دی

زخمي افغان

په تیرو دوو ورځو کې په مزارشریف او کابل کې په مشخص ډول بهرني یرغلګر د مجاهدینو لخوا په ډیر  دقت تر بریدونو لاندې ونیول شول.د جمعې په شپه د بلخ په مرکز مزارشریف کې د جرمني هیواد په کونسلګرۍ  فدایي مجاهدینو برید وکړ چې دروند زیان یې ورواړاوو.

همدا نن د شنبې په سهار په افغانستان کې د امریکایانو په تر ټولو لویه او مهمه پوځي اډ ه بګرام هوایي ډګر کې یوه فدایي مجاهد د امریکایي عسکرو تر منځ خپل انفجاري واسکټ ته چاودنه ورکړه چې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په کې ۲۳ امریکایي عسکر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول.

د بګرام د برید په اړه تردې مهاله  غربي رسنۍ او امریکایي چارواکي پټه خوله دي او ډیر معلومات یې بهر نه دي راوتلي. اما د افشاء شویو معلوماتو له مخې  داسې ښکاري چې په دې برید کې په مشخص ډول امریکایانو مضبوط ګوزار خوړلی او درنه مرګ ژوبله ورته رسیدلې ده.

لوړو ذکرشویو بریدونو ثابته کړه چې د اسلامي امارت مجاهدین لا هم د بهرنیو یرغلګرو په نښه کولو او ځپلو ته جدي توجه لري په داسې حال کې چې بهرنیو اشغالګرو خپل د عسکرو شمیر په مراتبو کم کړی، د جګړې ډیر پیټی یي داخلي عسکرو ته په اوږه وراچولی او په تبلیغاتي ډګر کې هم هڅه کوي وښيي چې د جګړې اصلي خواوې  طالبان او د کابل د حکومت داخلي عسکر دي.

که څه هم د شریعت له نظره هر هغه تش په نوم مسلمان چې د محارب کافر په صف کې ودریږي او د مسلمانانو په خلاف جګړه کوي حکم یې د محاربو کافرانو په شان دی اما له دې سره سره د هرې جګړې مبارزینو ته اړینه ده چې خپل نظامي اولویتونه وپیژني او مهم دښمن باید له نامهم یا دوهمه درجه دښمن  څخه بیل کړي.

تجربو ثابته کړې چې اشغالګر هیوادونه د خپلو محلي ګوډاګیانو وینو او قربانۍ ته  په هیڅ ارزښت هم قائل نه دي. اما د خپلو اتباعو او پوځیانو وینې ورته ډیرې ارزښتمنې دي. ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان جګړه د خارجي یرغلګرو لخوا پیل شوې،اکمال او قومنده یې د هغوی په لاس کې ده او که بهرنۍ اشغالګره اراده نه وي دغه جنګ دوام نه کوي. دغه راز دا هم واضحه ده چې که مجاهدین هر څومره ډیر داخلي ګوډاګیان په نښه کړي اماتر څو چې خارجي اشغالګرو ته زیان نه وي رسیدلی فکر نه کیږي چې اشغالګر دې دخپل اشغال او جګړې په اړه له سره فکر وکړي.

پخوا چې په افغانستان کې د خارجي اشغالګرو شمیر ډیر و نو دوی د مجاهدینو لپاره سهل الحصول اهداف بلل کیدل او په هره سیمه کې په نښه کیدای شوای. اما اوس چې خارجي اشغالګرو خپل نظامي او ملکي کسان په محفوظو دفاترو او قرارګاوو کې ځای په ځای کړي او جګړې ته یې داخلي ګوډاګیان ورمخکې کړي له امله یې د خارجي اشغالګرو تلفات هم کم شوي دي.

مګر د اشغالګرو له دې چال سره سره مجاهدینو نهایي هڅه کړې چې خارجي اشغالګر له جهادي ګوزارونو خوندي پاته نه شي. نو ځکه یې بیا بیا په هغوی دقیق ګوزارونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ، چې په مزار شریف او بګرام کې د خارجیانو اوسني تازه تلفات یې نغد شواهد دي.

د اسلامي امارت د مجاهدینو ددې اشغال ځپونکي پالیسۍ په تائید باید دا خبره اضافه کړو چې ټول مجاهدین  باید د هیواد په ټولو سیمو کې دداخلي ګوډاګیانو د ټکولو تر څنګ خارجي اشغالګرو ته فوق العاده متوجه واوسي. او هغوی د خپلو مهمو اهدافو په لست کې شامل او ځپل یې تر ټولو ستر جهادي لومړیتوب وبولي.

زما یقین دی که د بلخ او بګرام د دقیقو حملو په شان په اشغالګرو څو نورې دقیقي حملې وشي نو غربي پالیسي جوړونکې به له هغه اشغال او جګړې یو مخ پښیمانه شي چې له وړاندې یې لا په مزاج غمیدلې ده.

په پای کې باید ووایو چې هیڅ جګړه پرته د الویتونو له ټاکلو نه  کامیابیږي او د مجاهدینو تر ټولو مهم جګړه ایز اولویت باید د خارجي پوځیانو،ملکي کارکوونکو او د هغوی د مرکزونو،دفاترو او نور  میشت ځایونو ځپل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

پخوانۍ قصه کم وخت چه انګریزانوپه 1839کال دافغانستان اونګریزانو په دری کلنه جګړه کی ۲۰۰۰۰پوج ووژل سو اویو ډاکټربرایډن ژوندۍ په تیښته خلاص سونوانګریزانود دی جګړی دشکست دعلت دمعلومولو دپاره مخبران افغانستان ته راوه لیږل چه دشکست علت معلوم کی – مخبرانو ته معلومه سوه چه داټوله کامیابی داسلام د دین علت دی هروخت چه کفار پر افغانستان حمله وکی نوملایان فتواصادره کړی اوپه ټولومسجدوکی اعلان وسی چه غزاده که څوک مړسو شهید دۍ پوری یی ځای جنت دی اوچه کفار ووژنی غازی دۍ هم یی ځای جنت دۍ نوانګریزانو د دی مشکل دحل دپاره دپښتواوفارسی ژبی زده کول شروع… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

اڅکزی صاحب ! زه نه وایم چه تاسی به خامخا د کوم دجال ایزمیت غړیتوب ترلاسه کړی وی او حتی نوری تبصری چه دی ګورم هم ښه او یا نیوترل کچه کی وی ، مګر دی اخری تبصری سره دی ډیر توافق نه لرم او هغه دا چه : لمړی : ستاسی ټول معلومات د امان الله ، نادرشاه ، ظاهرشاه او د استعماری قدرتو تر نفوذ لاندی تاریخو څخه دی . امان الله خان او د هغه د مخه مونږ عیاش او تر امان الله وروسته به عیاشی سربیره مونږ بلواک پاچاهان او به نامه بلواک جمهور ریسان لرو… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ

داچه تاسوغازی امان الله خان ملحد بولۍ زماپه نظر نه ده صحیح ولی چه دونه ښه اسلامی کتابون چه دمکتبو دپاره دغازی امان الله خان په وخت کی لیکل سوی وو او خلکیانو اوپرچمیانو له منځه یووړل زه ګمان نه کوم چه په هیڅ اسلامی ملک کی به وی بل زما پلار د غازی امان الله خان په فوج کی وو ډیر دین دوست اوځیرک انسان وو که هغه پوهیدلۍ وای پوراً ځنی جلاکیدۍ اوهم یی موږته ویل چه غازی اما ن الله خان کافر ملحد وو – دا چه خپل پلاریی وژلی دی پلاریی مفسد په مځکه کی دی… نور لوستل »

عزت الله

اڅکزی صاحب سلامونه می ومنه ! زه ستاسی خبره ستاسی د والد صاحب په اړه نه ردوم سمه یی ګڼم ، هغه خامخا ښه مسلمان وو ، هغه وخت دغه ایزمی الحاد په ډیره نطفه کی وو، ( ۱۹۱۷ ) کال کی لینن د روسی د چارو واګی تر لاسه کړی . په هر صورت، دا چه تزاری روسان او انګریزان د وخت استعماری قدرتونه وو یوه د بل پښی وهلی په ځانګړی ډول افغانتسان په اړه دوی د دی د پاره چه د خپل مخامخ جنګ مخنیوی یی کړی وی افغانستان یی لکه د یوه حایل یا ( بفر… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x