افغانستان

طالبان وایي، په کونړ کې يې د ملي اردو کاروان له پنځو ورځو راهیسې محاصره کړی

نن ټکی آسیا: طالبان وایي،له تېرو پنځو ورځو راهیسې یې د کنړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو ځواکونو هغه اکمالاتي کاروان محاصره کړی چې له دغې لارې نورستان ته اوښت.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارواکو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې په کنړ او نورستان کې د طالبانو پر ضد د دوی عملیات بریالي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي أسیا ته په را لېږلې خبرپاڼه کې زیاتوي، چې :« په واقعيت کې د کنړ ولايت چپې درې ولسوالۍ کې د ګوسلک او تریينک ترمنځ سيمو کې دا پنځه ورځې کيږي چې د دښمن يو لوی کاروان چې ۸۰ ټانکونه او رينجر موټر پکې ونډه لري د چپې درې په ګوسلک سیمه کې له سختې محاصرې او کلابندۍ سره مخ دي چې دا پنځه ورځې د مجاهدینو لخوا بیلابيل کمینونه ورته نیول شوي او پراخ بریدونه پرې دوام لري، د پنځو ورځو په موده کې د دښمن ۴۸ عسکر وژل شوي، ۱۸ ټپيان دي، ۴ ټانکونه ۳ رينجر موټر تخريب شوي، يوه پوستهمکمله ویجاړه شوې ،او دښمن تر نورستانه پورې لا هم دبريدونو او ګوزارونو لاندې ده، په نښته کې زموږ ۳ تنه مجاهدين شهيدان ،۷ تنه ټپيان شوي .»
ویل کېږي د امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ملکي خلکو ته هم تلفات اوښتي، د طالبانو خبرپاڼه کاږي چې : « د بمبار امله د ملکي خلکو ۳ کورونه مکمل ویجاړ شوي ، ۲ ښځې، ۱ ماشوم او ۲ نارینه هم په کې ټپيان شوي دي »
ښاغلي مجاهد د کورنیو چارو وزارت له لورې د عملیاتو د بریالیتوب ادعا په کلکه رد کړه او ټینګار کوي چې دوی اوس هم په سېمه کې تر محاصرې لاندې دي او له عمومي لویې لارې یوه لویشت هم یوې-بلې خوا ته نشي تلای.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x