افغانستان

فراه: د اختطاف شوي ماشوم ویډیو غم او غوصه را پارولې / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): نن ورځ په ټولنیزو پاڼو کې د یوه ماشوم ویډیو خپره شوې او په اړه یې ویل کیږي چې اختطاف ګرو د هغه کورنۍ ته لیږلې.

ماشوم چې په اړه یې ویل شوي چې ۵ کلن دی، نوم یې نوید دی، په فراه ولایت کې اختطاف ګرو یوه میاشت مخکې له خپله کوره د فراه ښار له دریمه ناحیې څخه تښتولی او ویل کیږي چې ویډیو یې تازه د هغه کورنۍ ته لیږل شوې.

ماشوم چې په بدن ډیر کمزوری مالومیږي، په یو څاه کې اچول شوی، د بدن کمزوري څخه یې ښکاري چې له ډیره وخته یې ډوډۍ نه ده خوړلې، په سترګو کې ویره ده او په دري ژبه خپل مور او پلار ته وايي ، « زه بیریږم، زه ستاسو سره مینه لرم، موري، دا خلک می وژني، ژوندی می نه پریږدي. »

د ماشوم د کمزوري بدن څخه داسي ښکاري چې اکثره وخت به وږی ساتل کیږي.

دغه ویډیو په فیسبوک کې تر ټولو مخکې د «خبرتازه» په نامه فیسبوک پاڼي نشر کړې او ورسره یې د هغه نوم «نوید» ښودلی، ویلي چې پنځه کلن دی او په فراه ولایت کې اختطاف شوی.

همدې پاڼو کې راغلي چې اختطاف ګرو یې د پلار څخه ۱۰۰۰ امریکايي ډالر غوښتي چې هغه یې هم د پلار په وسه نه دي پوره.

یوه بله ویډیو هم نشر شوې چې نه مالومیږی د همدې ماشوم به وي او که د بل ماشوم، خو په ویډیو کې ماشوم ته ډوډۍ په داسي حالت کې ورکول کیږي چې شاته یې لاسونه تړلي وي، وچه ډوډۍ او کتغ ورته پراته دي.

ماشوم یوه ګولۍ ډوډۍ په کتغ وهي خو خولې ته یې نه سي وړلای. چې مجبورا یې بیا له ځمکي څخه په خوله را پورته کوي.

ویډیو چې په لږ وخت کې په فیسبوک کې په زیاته کچه نشر شوې ، دفیسبوکي فعالانو په منځ کې یې سخته غم او غوصه را پارولې او ډیرو یې د امنیتي ځواکونو او طالبانو څخه غوښتي چې پر اختطافګرو هیڅ رحم ونه کړي او تر نیولو ورسته یې دستي ووژني.

ډیری خلکو چې ویډیو یې نشر کړې، د فراه پر امنیتي ادارو یې هم نیوکي کړي او پوښتنه یې کړې چې دوی ولي د ښار امنیت نه ساتي او ولي اختطاف ګر نه نیسي.

یادونه: ویډیوګاني تر حد زیات دردونکي دي، د کمزوري زړه لرونکي دي د کتلو څخه ډډه وکړي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان محمد

زړه مې کمزوری دی نو ځکه یې له کتلو تېر شوم
الله تعالی خو دې د همدې غلو او داړه مارانو لپاره هم یو وار طالبان په افغانستان مسلط کړي
دغه د خره زامن قاسی القلبه جاهلان چې د طالب دار او پانسۍ انسانان نه کړي غربکیان یې نه شي سمولی.

محمد

زه هم ستا په ډول یم خان محمد صاحب د کتلو توان می نه درلودی نو تر لیدلو یی تیر سوم او دا خبره چې غربکیان یی نه سی سمولای هغه وخت به موږ ویلای چې دوی سمولای خو دوی خپله همدا کارونه کوی – الله پاک دی وشرموی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x