د نن سرلیکنه

سرتاج عزیز ولي د طالبانو په استازیتوب خبرې کوي؟

نن ټکی آسیا – سرمقاله: پرون د یکشنبې په ورځ په بهرنيو او امنيتي چاروکې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزيز د پاکستان له انګرېزي ژبې ورځپاڼې (ايکسپريس ټريبون) سره په خپلې مرکه کې ویلي چې افغان طالبان د کابل له حکومت سره خبرو کولو ته چمتو نه دي .

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم ویلي چې پاکستاني چارواکي له ډېرې مودې راهيسې افغان طالبان د کابل له حکومت سره خبرو اترو ته هڅوي، خو هغوئ یې وړانديز نه مني، لهذا اوس دا خبره نور په کابل حکومت پوري تړواولري ؛ هغوئ باید په خپله له طالب مشرانو سره مستقیما تماس ونیسي.

د سرتاج عزیز دغه خبرې وروسته تر دې په رسنیوکې را څرګندیږي چې کرزي د پاکستان سیال هیواد هند ته څلور ورځنی سفر وکړاو هلته یې له هندې چار واکو سره په نورو موضوعاتو سربیره د خپل دولت له مخالفینو (طالبانو) سره د سولې د خبرو په اړه هم خبرې اترې وکړي.

هند او پاکستان د افغانستان په قضیه کې د بالقوه دخیلو لوریو په توګه د دغې قضیې د هرې عادې پیښې په وړاندې ډیر حساس او تل یو لوری د بل په مقابل کې په عادي حرکت هم سمدستي خپل حساسیت ښکاره کوي.

دلته خبره اصلا د سر تاج عزیز په څرګندونو باندې ده چې نوموړی د کوم مسؤلیت له مخې د طالبانو په استازیتوب داخبرې کوي ؟

دابیله خبره ده چې طالبان ولي او د کومو وجوهاتو له امله د کرزي له حکومت سره خبرې نه کوي .

 طالبان وايي چې هغوئ د مثمرو مذاکراتو په اړه د خپلې تګلارې له مخې نه غواړي له داسې لوري سره خبرې وکړي چې هغوئ اصلا د خبرو کولو صلاحیت نه لري ، خو طالبان وايي لکه څرنګه چې هغوئ له بي صلاحیته لوري سره خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي همدا راز داهم نه غواړي چې د سولې د خبرو دستور بل څوک ورکړي ،او یا دا چې د دوئ د پریکړو د اعلانولو صلاحیت بل څوک په رضاکارانه ډول په ذمه واخلي .

 د سولې د مذاکراتو په اړه طالبان په خپلو رسمي اعلامیوکې ډیر واضح دریځ لري ، هغوئ په خپلو اعلامیوکې تل په دې ټینګار کړی چې د سولې مذاکرات او په هغه پوري اړوند موضوعات باید په داسې دریم ګړي هیواد کې ترسره شي چې هغه د افغانستان له همجواري څخه لیري وي ؛ ځکه د ګاونډیانو ترمنځ منطقوي او همجواري حساسیتونه هغه څه دي چې د سولې پروسه اغیزمنه کوي او د مطلوبو پایلو د ترلاسه کولو امکانات یې له منځه وړي .

 دسولې په اړه د سرتاج عزیز یادې څرګندونې هم د ديپلوماتیک عرف او هم د ګاونډیتوب دایجاباتو خلاف عمل ګڼل کیږي ؛ داسې عمل چې د حساسیتونو له پارولو پرته ورباندې هیڅ کومه ګټه نه ده مرتبه ؛ ځکه طالبان د داشان پوځي او سیاسي فعالیتونو او مواقفو د اعلانولو لپاره خپل معین رسمي ویندویان لري چې د هغوئ خبره د طالبانو د رسمي موقف استازیتوب کوي ، ښايي طالبان هم د افغانستان په قضیه کې دیوه مستقل لوري په حیث دا خبره ښه ونه ګڼي چې د خپل هیواد د مربوطې قضیې په اړه دي د دوئ دریځ د داسې چا له لوري اعلان شي چې دهغې خبرې سیاسي او جغرافیایي حساسیتونه را پاروي .

د یادو څرګندونو په اړه د ښاغلی سرتاج عزیز عملکرد هغه د چا په اصطلاح په پردي خیرات کې سپي په ډانګو وهلو ته ورته دي چې د مسؤلیت له مخې د ده په رسمي دندې پوري هیڅ تړاو نه لري .

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x