نړۍ

بلوچستان: پر یوه مزار چاودنې ۴۳ تنه وژلي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار ولسوالۍ کې د شاه نوراني پر مزار درنه چاودنه شوې.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي ویلي چې چاودنې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژلي دي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.

تر دې وړاندې د قلات یو چارواکي محمد هاشم ویلي وو چې په پېښه کې لږ تر لږه ۷۰ کسان ژوبل شوي دي.

د شاه نوراني سیمه د مرکزي خضدار سره په ۳۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده او له مرکز سره یې اړیکې خورا کمزورې دي. چارواکو ویلي چې پر همدې اساس سیمې ته د مرستو رسونې بهیر له ستونزو سره مخ دي.

دغه مزار ته د شنبې او یکشنبې پر ورځ له کراچۍ ښار څخه ډيری خلک ورځي.

دا په روان کال کې په دغه ایالت کې درېیمه ستره چاودنه ده. ترې دوړاندې د کوټې په سټلایټ ټاون، کوټې ملکي روغتون او د پولیسو د روزنې پر پوهنتون بریدونه شوي وو.

په دغو بریدونو کې ۱۶۷ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ژوبل شوي وو. په تېرو چاودونو کې ډيری وژل شوي کسان مدافع وکیلان او پولیس وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x