نړۍ

د سعودي باچا سکنی ورور ومړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د سعودي حکومت نن اعلان وکړ چې د سعودي پاچا سکنی مشر ورور امیر ترکي بن العزیز آل سعود نن د خپلي ورپيښي ناروغۍ له امله په ۸۴ کلنۍ کې ومړ.

ترکي بن عبدالعزیز د اوسني باچا سلمان بن عبدالعزیز سکنی ورور وو او له ډیره وخته له سیاسته لیري پاته شوی وو.

د نوموړي په اړه ویل کیږي چې د ملک فیصل په وخت کې د وزیر دفاع او سعودي ایرلاین مرستیال مشر پاته شوی خو د ملک فهد په وخت کې په کال ۱۹۸۳میلادي کې له دندي ګوښه کړل شو او بیا یې مصر ته ځان تبعید کړ، خو په کال ۲۰۱۰ کې بیرته ریاض ته را وګرځیدی.

د سعودي حکومت د نوموړي وفات تېره ورځ اعلان کړ، نن د مازیګر د لمانځه وروسته یې باندي جنازه وکړه او د فاتحې مراسم به یې له نن ورځي څخه بیا تر درو ورځو پوري په پلازمینه ریاض کې اخیستل کیږي.

د مړي د جنازې په مراسمو کې د نورو مشرانو په ګډون د سعودي باچا ملک سلمان خپله هم ګډون کړی وو.

salman-janaza

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x