نړۍ

پاکستانۍ لېکواله: د شربت ګلې جبري ویستلو وښودله چې موږ هم تر «ټرمپ» کم نه یو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت مشهوره افغانه مېرمن شربت ګله د جعلي اسنادو د جوړولو په تور ونېوله او تر ۱۵ ورځې بند وروسته یې افغانستان ته ولېږله. شربت ګله له تېرو نېږدې ۳۵ کلونو راهیسې په پېښور کې د مهاجرت شپې تېرولې.

د شربت ګلې نېول په رسنیو کې له توندو غبرګونونو سره مخ شول. په دې نیوز ورځپاڼې کې د مونا نصیر په نوم یوې پښتنې قبایلي لیکوالې د پاکستان پر سیاست نېوکې کړي چې د خپل ناسم سیاست له کبله په نړۍ کې د پاکستان ناسم انځور وړاندې کوي.

هغې لیکلي چې د پاکستان دولت چې د سړې جګړې پر مهال يې د افغان مهاجرینو ګرم استقبال کړی و خو وروسته یې تر وروستي بریده ناسمه رویه ورسره وکړله. هغې لیکلي چې د مهاجرینو سره د پاکستانۍ ناسمې رویې یو مثال د شربت ګلې نېول او بیا یې افغانستان ته شړل و.

د لیکوالې په باور یو شمېر خلک وايي چې مهاجرین د پاکستان پر اقتصاد بوج دی، دوی مالیه نه ادا کوي او اوس دغه هېواد نشي کولای چې دغه بوج نور وزغمي. هغه زیاتوي چې یو کس چې عادي کارونه کوي، مېوې او سبزۍ خرڅوي، واړه دکانونه لري، ارازنه مزدور بازار ته وړاندې کوي د دغه هېواد پر اقتصاد څنګه بوج کېدلای شي.

نوموړې زیاته کړې چې اوسمهال یواځې ۰.۳ سلنه پاکستانيان مالیه ورکوي چې په نړۍ کې د ټولو کم مالیه ورکونې فیصدي ده. «اوسمهال شاوخوا ۷ میلیونه خلک باید مالیه ورکړي خو مالیه یواځې ۰.۵ میلیونه خلک ورکوي».

لیکواله وايي چې په خپله پاکستانیان دې ته تیار نه دي چې دولت ته مالیه ورکړي خو له ټولو ټولګټو څخه استفاده کوي. هغه وايي چې دوی هېواد ته د ژمنتیا ښودلو او د هېواد د پرمختګ لاره یواځې د مهاجرینو ویستل بولي. د لیکوالې په باور پاکستانیان د ډونالډ ټرمپ په څېر فکر کوي چې د هېواد پرمختګ د مهاجرینو په جبري ویستلو کې ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x