افغانستان

د امریکا دفاع وزیر وايي درنه مرګ ژوبله به دوی له خپله ماموریته را ونه ګرځوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د امریکایانو په پوځي اډه بګرام هوايي ډګر کې دننه طالبانو سرتیری برید وکړ، چې له امله یې ۴ امریکايي عسکر ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

د دې درني مرګ ژوبلي په غبرګون کې د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر رسنیو ته وویل چې د امریکايي عسکرو درنه مرګ ژوبله به د افغانستان په اړه ددوی موقف کمزوری نه کړي.

نوموړي ویلي چې امریکا به په افغانستان کې خپل اوسني ماموریت ته ادامه ورکوي.

بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکایانو تر ټولو لویه قرارګاه ده، تر اوسه لا دا نه معلومه چې د طالبانو سرتیری بریدګر څرنګه وتوانید چې په دغه قرارګاه کې یو داسي ځای ته ځان ورسوي چې هلته ډیرو امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله واړوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي وه چې دا یو ډیر تکتیکي برید وو، له تیرو ۴ میاشتو راهیسي دوی باندي کار کړی وو چې بالاخیره په کامیابۍ سره تر سره شو.

نوموړي د امریکایانو تلفات خورا زیات ښودلي او ویلي چې ۶۷ تنه امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي د سرتیری بریدګر نوم «حافظ محمد پرواني» ښودلی او ویلي چې په ډیر تکتیکي توګه وتوانیدی چې د بګرام هوايي ډګر ته منفجره مواد ننباسي او بیا هلته د امریکایانو په منځ کې انفجار ورکړي.

مجاهد د وژل شویو امریکایانو شمېر ۲۳ ښودلی او د ټپيانو شمېر یې ۴۴ ښودلی.

داچي ولي د امریکايي عسکرو مرګ ژوبله دومره زیاته وه، مجاهد ویلي چې چاودنه هغه مهال پر شوې کله چې دوی د سپورت په میدان کې په تمریناتو بوخت وه.

نوموړي ویلي چې امریکایان تل په داسي تکتیکي بریدونو کې خپل تلفات کم ښيي او د ګډحکومت چارواکي په دې تورن کړي چې د امریکایانو په پوځي مرکز کې دننه هم د ملکي تلفاتو تبلیغات د بهرنیانو د خوشحالولو لپاره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x