Best wallpaper database with cat, wallpaper, flowers, tagged

بڼوال او وزیر

له پنده ډکه کیسه :
ژباړه : عطا محمد میاخېل
یوه ورځ ستر نادرشاه په خپل بڼ ( باغ ) کې قدم واهه، چې ستړی او نا خوښه بڼوال راغی او ورته وې ویل :
پاچا ! زما او د وزیر ترمنځ توپیر په څه کې دی ؟ !!
زه دا ډول زیار وباسم او خولې تویې کړم، مګر هغه په ناز او نعمت کې ژوند کوي او له خپل ژوند څخه خوند اخلي !!!
نادر شاه لږ فکر وکړ او امر یې وکړ، چې وزیر او بڼوال دې ماڼۍ ته راشي . دواړه راغلل او نادر شاه وویل : د بڼ په یوه څنډه کې پیشو لنګه شوې ده، لاړ شئ او وګورئ، چې څو بچیان یې نړۍ ته راوړلي دي !!!
دواړه بڼ ته لاړل او له بررسۍ وروسته پاچا ته راغلل او خپل راپور یې هغه ته ور واوراوه .
په پیل کې بڼوال وویل : پاچا ! ما هغه پیشو ولیدله، درې بچیان یې زېږولي دي . د وزیر وار را ورسېده، یو کاغذ یې پرانیسته او د خپلې لیکنې له مخې یې د معلوماتو ورکول پیل کړ : پاچا ! زه ستاسو له امر سره سم د بڼ جنوب لویدېځې برخې ته لاړم او د توت د ونې لاندې مې هغه پیشو ولیدله، هغې درې بچیان نړۍ ته راوستي دي، چې دوه یې نران او یوه یې ښځه ده، نران یو یې سپین او بل یې برګ دی او پیشونګورې خړ رنګ لري . کابو یو میاشتني دي، ما په پټه توګه پیشو تر څارنې لاندې ونیوله او متوجه شوم، چې آشپز هره ورځ، اضافي خواړه پیشو ته ورکوي او په دې ډول پیشونګوري د خپلې مور له شیدو څخه تغذیه کوي .
دغه راز د پیشونګورې کیڼه سترګه میکروبي شوې ده، چې ښایي ستونزې ورته را ولاړې کړي.
نادر شاه بڼوال ته مخ ور واړاوه او وې ویل : همدا توپیر دی، چې ته بڼوال شوی یې او هغه وزیر .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د