fbpx

طالبانو په شاوليکوټ کې خپل د پرمختګونو ویډیو خپره کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو الاماره سټوډیو د کندهار ولایت شاولیکوټ په ولسوالۍ کې خپل د وروستیو پرمختګونو او سیمو نیولو ویډیو خپره کړه.

دغه ویډیو چې تېره ورځ نن ټکی اسیا ته رسیدلې، طالبان هغه سیمي، قرارګاوي او پوستي په کښي ښيي چې دوی له دولتي ځواکونو څخه یې تخلیه کړي.

په ویډیو کې همداراز یو شمېر پولیس او اردو عسکرو سره مرکې شوي چې طالبانو ته په جګړو کې یا تسلیم شوي او یا نیول شوي دي.

د ځینو کلیوالو سره هم مرکي شوې چې د کندهار په لیري پرته ولسوالي شاولیکوټ کې د ولسي وګړو سره د امریکایانو او دولتي ځواکونو د ناوړه چلند څخه پرده پورته کوي، په کورونو یې چاپې وهل کیږي او بمبار باندي کیږي.

په ویډیو کې د کلي خلک شکایت کوي چې دولتي ځواکونه په دوی باندي په زور خپلي پوستې او لاري په جوړوي او په بدل کې هیڅ حق الزحمه نه ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د