
شهیدانو ته مړه مه وایاست ــ اوله برخه ـ
بسم الله الرحمن الرحیم
شهیدانو ته مړه مه ویاست شهیدان ژوندی دی تاسی نه پوهیږی او بل ځای کی فرمایی چه شهیدان ژوندی دی مونږ رزق ورکوو دا د الله ج کلام دی ، د الله په کلام کی افراط ، تفریط ، کمی ، زیاتی شتون نه لری . د جهاد په اوږدو کی مونږ په خپلو سترګو عملا ولیدل چه د شهیدانو نورانی مخونه لکه د ژوندو په شان د خندا په حال، ځلیدلی او بدنونو یی د عطرو اوګلانو په شان معطره بوی درلود .
د مسلمانانو ستر قهرمان حکیم الله محسود او بیا د نصیرالدین حقانی له شهادتونو وروسته می زړه کی وو چه د شهیدانو په هکله څه ولیکم ، مګر دا چه حالات او شیطانی کړنی ډير په جدیت او سرعت روانی وی مونږ په نورو تبصرو او لیکنو مصروف پاتی شو ، ترهغی چه برون مو د بنګه دییش د مسلمانانو د ستر مشر د شهادت خبر تر غوږه شو نو دا دی د ټولو په یاد می دا لیکنه د الله ج په فضل او مرسته ولیکله ، الله ج دی وکړی چه موثره وی .
د شهادت ډولونه :
اول : ناڅاپی وژنی .
دوهم : خطایی مرګونه .
دریم : د ځان او کورنی له روا ګټو څخه دفاع کولو کی .
څلورم : د خپل وطن د خلکو ، خاوری ، ناموس ، ځپلواکی او نورو څخه دفاع . پنځم : د هیواد بهر دننه د کفارو سره جهاد.
شپږم : د کفارو او ظالمانو په زندانو کی اعدامیدل او شکنجه کولو کی ..
اووم : د اسلام د دشمنانو له خوا د لوږو ، تندو ، تودوسړو سره مخ کیدل ، بی کوره او بی اوره کیدل ، له نشه توکو او داسی نوری ستونزو څخه مړه کیدل .
اتم : په فدایی یا استشهادی بریدونو کی وژل کیدل او داسی نور.
یادونه: شهادتونه بیلا بیلی درجی لری ، تر ټولو ستر او سپیڅلی شهادت د فدایی یا استشهادی بریدونو شهادت دی ، دا ځکه چه مخکی له مخکی، سره د پوهی ، روزنی ، نظامی پلان ، لیوالتیا ، حتمی او د هغه شخص له خوا منل شوی شهادت دی.
شهادت څه ته وایی ؟
د اسلام سپیڅلی دین ته ننوتل د لااله الاالله محمد الرسول الله ( کلمه طیبه) په ژبه ویلو او په زړه تصدیقولو تر سره کیږی چه له الله ج غیره بل معبود نشته او نه څوک د عبادت وړتیا لری . له دی حقیقت څخه ( قران ) خبر راکړو چه د حضرت جبراییل ع په واسطه حضرت محمد ص ته هدیه او بیا مونږ انسانانو ته کما حقه په عملی بڼه کی راورسید. د خولی اقرار تسلیمی یا ( اسلام ) ، او د زړه تصدیق دهغه ژپی د اقرار او ژمنو تامینولو او تعمیلولو ته وایی ، دغه تامینولو ته ( ایمان ) ویل کیږی یعنی اسلام او ایمان یوله بل سره نښتی (لازم ملزوم) ، ستره اوله اخلاقو اوحکمت ډکه ودانی ده یا یوی برخه ته یی زیربنا او بلی ته روبنا هم ویلی شی ، یعنی ایمان بی اسلامه او اسلام بی ایمانه نه شی تکمیلیدلی، که منافقین په خوله اقرار ولی عمل یی د اسلام خلاف او یا نه کول وی هغه مسلمان نه دی همدا یی د منافقت او دوه مخی نښی دی .
اقرار بلسان و تصدیق بلقلب د الله ج سره لفظا اوعملا د بندګی تړون دی ، دا شرط هم ورسره ملتیا لری چه ژمنه کونکی عاقل ، خپلواک ، بالغ ، روغ او د تړون په ټولو دندو او ژمنو پوه شی چه له دی وروسته به دی څه ویل او کړنی لری یعنی په یواځی ویلو او یا یواځی کولو تړون نه تکمیلیږی . د تړون پوری تړلی هر څه د انسانی خلافت دنده ، د الله ج سره پخه ژمنه او امانت د ی دا په الله ج احسان نه بلکه د تړون ژمنی دی ترسره کول یی مکافات او نه کول یی مجازات هم لری.
د الله ج بندګی ولی وشی څه ګټه لری ؟
د الله بندګی د الله ج عبادت او عبادت د الهی اوامرو او نواهیو د احکامو تعمیل یا اطاعت دی ، عبادت الله ج ته نه کومه ګته او نه ورته اړه لری ، بلکه دا مرسته د شیطان د حرص د وسلی په مقابل کی د انسان سره د خالق لایزال ځانګړی مرسته ده، حرص د ازموینی په خاطر د انسان په فطرت کی اخشل شوی او نغښتل شوی دشیطان د وسوسو اچونی وسله او وسیله ده تر څو انسان د قناعت له خزانو څخه یی بی برخی کړی او د ( زر، زور او زیور ) په زیاتوالی کی یی د ځان بنده او غلام جوړ کړی .
رب العلمین ، انسان ته د( حرص ) د ستری وسلی د بی اثره کولو د پاره د ( خلافت سپیڅلی او ستر مقام ) ور په برخه کړو یعنی که د ازموینی په دغه ستر ډګر کی شیطان د حرص وسله درلودله انسان هم خلع سلاح پاتی نه شو. د خلافت دغه ستره دنده او د حرص څخه د پوره ژغورنی وسیله د الله ج په عبادت یا اطاعت ترلاسه کیږی یعنی انسان د شیطان د وسوسو په مقابل کی د الله ج لارښودنو ته اړه لری تر څو د الله ج په دغه ستره ازموینه کی بریالیتوب تر لاسه کړی .
حریصو انسانان هر وخت ،هرچیری پرله پسی هڅی لری چه په روا یا ناروا ترنورو او تر ټولو زیات ( زر ، زور و زیور) خپل کړی چه په زیاتولو یی حرص لا زیاتوالی کوی، دی سرطانی ناروغی ته استثمار، استعمار یا ( امپریالیزم ) وایی، چه غلامی ، فساد او د بی ګناه وینو تویول یی محصول دی. چه ټوله نړی ورسره نن لاس او ګریوان ده .
قانع او مطمنو انسانانو، د الله ج سره د بندګی تړون لاسلیک کړی چه د الله ج په مالکیت کی به د الله ج د اصولو له مخی د خلافت دنده تر سره کوی .
( مالکیت ) او( شریعت ) که د انسان په واک کی شی چه حرص یی په فطرت کی نغښتل شوی حرص یی ژر وده کوی اوله انسان څخه حریص یا ( اسفل سافلین ) جوړیږی او که دا واک ورسره نه وی ، انسان څه نه لری چه حرص ورته ګټه وکړی نو له انسان څخه خلیفه یا ( اشرف المخلوقات ) چه د پوره سولی او هوساینو تضمین کوی د سولی او هوساینی په رامنځته کیدو حرص ،استثمار، استعمار،غلامی ،فساد او بی ګناه وینو تویول له منځه ځی.
قناعت او حرص یا(حق او باطل ) د هابیل او قابیل تر منځ د حق او باطل اولنی جګړه رامنځته کړه . (هابیل) د سولی سمبول ، د بشری ژوند اولنی خلیفه اوتر قیامته د شهیدانو سردار او( قابیل) د جنګ سمبول ، د بشری ژوند اولنی حریص او تر قیامته به د قاتلانو سردار وی دا نه ستړی کیدونکی او تمامیدونکی جګړه به د بشری ژوند سره تر اخره ملګری وی د دجال او عیسی ع د حق او باطل په اخری جنګ به خاتمه پیدا کړی چه عیسی ع به دجال وژنی اود دی لوی شیطان په وژلو به د حق او باطل جنګ پای ته رسیږی .
د حرص او قناعت دی جنګ کی د حق د پلویانو شمیرتل کم او کمزوری او د باطل پلویانو شمیر بیا بی شمیره زیات او د هر څه د پاره قوی وسلی او وسیلی لری ، د حق او باطل دا جګړه د هابیل په اوله قربانی پیل او د لوی شیطان ( دجال ) په اخره وژنه خاتمه پیدا کوی یعنی اخری بری د حق د پلویانو وی .
د ( قناعت او حرص ) حیرانونکی جګړه د ملایکو هغه نیوکی ته عملی ځواب هم وو چه ملایکو الله ج ته وویل : ( داسی څوک پیدا کوی چه زمکه کی به فساد او بی ګناه وینی تویوی؟) الله ج فرمایی په هغه څه چه زه پوهیږم تاسی نه پوهیږی. چه عملی ځواب یی وروسته همدا د حق اوباطل ستره ازموینه وه . یعنی هغه څوک به فساد او وینی تویوی چه د قناعت پرځای حرص خپل کړی، د باطل اړخ کی او د شیطان بنده جوړ شی برخلاف قانع ،خلیفه او اشرف المخلوقات انسان به د حرص په مخالف قطب یعنی قناعت کی قرار لری .
ومن الله التوفیق
د اولی برخی پای
الحاج استاذ بیانزی