fbpx
په قطر کې د پګواش غونډي یوه برخه - ارشیف

د پګواش راتلونکې غونډه په اسلام اباد کې جوړیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د پګواش نړیواله موسسه غواړي چې د افغانستان د سولي اړوند راتلونکې غونډه د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې جوړه کړي.

دغه غونډي ته بلل شوي یوې سرچیني رسنیو ته ویلي چې د پګواش راتلونکې غونډه به په را روانه اونۍ کې په اسلام اباد کې ترسره شي.

د پګواش وروستی غونډه په کابل کې د سپتمبر میاشتي په ۵ نیټه جوړه شوې وه، چې په کښي د افغانستان د ټولو ولایتونو څخه سیاسي او مدني فعالانو، قومي مشرانو او د پارلمان غړو ګډون کړی وو.

د پګواش ادارې سره تړلیو افغاني سرچینو ادعا کړې وه چې په دغه کانفرانس کې تر ۲۵۰ زیاتو کسانو ګډون کړی وو او دوی په کښي وتوانېدل چې د بین الافغاني تفاهم لپاره یوه مسوده جوړه کړي چې په افغانستان کې د ګډحکومت چارواکي او طالبان باندي تر یوه حده توافق ته رسیدلي دي.

د پګواش ادارې ددې تر مخه په دوبۍ او قطر هیواد کې ورته غونډي جوړي کړي وې.

ویل کیږي چې د اسلام اباد په غونډه کې به د افغان او پاکستان حکومت پخواني چارواکي ګډون وکړي چې په افغاني اړخ کې د تعلیم پخوانی وزیر فاروق وردګ، د تجارت وزیر انوار الحق احدي، ضیاء الحق امرخېل، حاجي روح الله وکیل او ځیني نور چې لا یې نومونه رسنیو سره نه دي شریک شوي، ګډون وکړي.

د پاکستان له اړخه تمه ده چې په افغانستان کې ددغه هیواد پخوانی سفیر رستم شاه مومند، د آی ایس آی پخوانی مشر جنرال اسد دراني، عزیز خان او یو شمېر نور پخواني چارواکي ګډون وکړي.

د پګواش اداره تل ټینګار کوي چې په دغه غونډو کې ګډونوال د هیڅ کوم اړخ نمایندګي نه کوي، بلکي ددوی کانفرانسونه یو څیړنیز حیثیت لري چې په کښي د افغانستان د سولي اړوند افکار مطرح کیږي او هڅه کیږي چې د افغاني جهتونو تر منځ هغه ټکي وموندل شي چې اکثریت باندي اتفاق لري.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه غونډه کې به د طالبانو «اسلامي امارت» استازي ګډون کوي کنه، خو ددې تر مخه په قطر کې د پګواش په دوه غونډو کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو په لویه کچه ګډون کړی وو او د بین الافغاني سولي په اړه یې خپله طرحه وړاندي کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د