افغانستان

د پاکستان څخه شړل شوې شربت ګله هندوستان ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): شربت ګله چې څو ورځي وړاندي له پاکستان څخه افغانستان ته تبعید شوه، غواړي چې د خپل علاج لپاره هندوستان ته سفر وکړي.

شربت ګله چې د جعلي پيژندپاڼي جوړلو په جرم په پاکستان کې بندي شوه او بیا افغانستان ته تبعید شوه، په ارګ کې د ولسمشر او لومړۍ میرمني له لوري یې هرکلی وشو او ولسمشر ورته د یوه کور کیلي هم ورکړه.

په هندوستان کې د افغانستان سفیر پر خپل ټویټر پاڼه تېره ورځ ولیکل چې شربت ګله به د علاج لپاره په نیژدې راتلونکي کې هندوستان ته سفر وکړي او د علاج ټوله مصارف به یې د هندوستان حکومت پر غاړه اخلي.

نوموړي د هندوستان پر دغه پریکړه مننه هم کړې او دغه هیواد یې د افغانستان ریښتینی دوست بللی.

پاکستان چې د افغان مهاجرینو د ایستلو لړۍ یې د تیر جولايي میاشت څخه پيل کړی، د یو این ایچ سي آر په وینا تر اوسه ۳۵۰،۰۰۰ افغان مهاجرین بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي او تمه کیږي چې د کال ۲۰۱۶ تر پایه به دغه شمېر به لا نور زیات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x