نظــر

په امريکا کي د مظاهرو دوام او د کاليفورنيا د خپلواکۍ د هڅو چټکوالی

عبدالمالک همت

د آزادۍ راډيو نن د لړم د مياشتي پر ۲۲مه خبر ورکړ چي د امريکې د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د ډونلډ ټرمپ د برياليتوب پر ضد اعتراضي مظاهرو د دې هيواد په څو ښارونو کي د درېيمي شپې لپاره پرله پسې دوام وموند.

د امريکا د بېلو بېلو ښارونو زرګونه اوسېدونکي اوس هم د امريکې په ولسمشريزو ټاکنو کي د ډونالډ ټرمپ د برياليتوب پر ضد مظاهرې کوي.

د الجزيرې ټلوېزيون خبر ورکړ چي نن د شنبې په ورځ په پورټلينډ کي يو مظاهره کوونکی د پوليسو له خوا په ګولۍ ولګېډ.

نړيوال خبري آژانسونه خبر ورکوي چي د امريکا د کاليفورنيا د ځينو پاته ځايونو اوسېدونکي د پراخو لاريونونو لپاره پلانونه جوړوي.

د امريکا په بېلو بېلو ښارونو کي مظاهرې ښيي چي هلته واک ته د ډونالډ ټرومپ رسېدو حالات کړکېچن کړي او خلک يې زښت زيات په غوسه کړي دي.

په دغو مظاهرو کي د کاليفورنيا د ايالت د اړوندو ښارونو مظاهرې د پام وړ دی. ځکه دغه ايالت تر ټولو لوی او مهم ايالت دی. ۳۹ مليونه نفوس لري، اکثر اوسېدونکي يې په اسپانوي ژبه خبري کوي. په نړۍ کي د لوی اقتصاد درلودلو له پلوه شپږم ځای لري. له اقتصادي پلوه تر فرانسې قوي دی او د پوليند تر هيواد يې نفوس زيات دی. ځکه نو څارونکي وايي : په دغو لاملونو دغه ايالت د دې وړتيا لري چي که يې اوسېدونکي له امريکې څخه بېلوالی وغواړي يو خپلواک دولت واوسي.

د امريکا د کاليفورنيا د ايالت زيات وګړي له ډېر پخوا څخه د دغه ايالت د خپلواکۍ غوښتونکي دي. د دغه ايالت ځينو کسانو څه مهال دمخه په ماسکو کي غونډه هم کړې وه او له اوکراين څخه د کريميا د بېلېدو موضوع يې په دې هکله يوه ډېره ښه بېلګه بللې وه. دوی د مخه د امريکې مالياتي سياستونو ډېر په تنګ کړي او په غوسه کړي وه او اوس د ډونلډ ټرمپ په ولسمشر کېدو سره سخت په غوسه سوي او مظاهرو ته يې ملا تړلې ده. دغي وضعي د دغه ايالت اوسېدونکي نور هم هڅولي دي چي له امريکې څخه د دغه ايالت بېلوالی وغواړي.

د مارلين په نامه د کاليفورنيا د خپلواکۍ د غورځنګ يو فعال وايي: له تاريخي پلوه د کاليفورنيا د خپلواکۍ لپاره ډېر دلايل سته. دغه ايالت د امريکا دمتحدو ايالتونو تر څرګندېدو دمخه شتون درلود او تر ۱۸۵۰ ميلادي کال پوري خپلواک وو، خو وروسته بې له دې چي د دې ايالت د اوسېدونکو نظرونه واخيستل سي د امريکې په متحدو ايالتونو پوري وتړل سو.

نومړی زياتوي : موږ هيله من يو چي په دې لار کي د روسيې او نورو هيوادونو له مرستو برخمن سو او تر دې وروسته چي په ټولپوښتنه کي بريالي سولو نړيواله ټولنه موږ په رسميت وپېژني.

دغه امريکايي فعال وويل: که موږ خپلواک سولو سوله غوښتونکی بهرنی سياست به لرو او د زور او تاوتريخوالي نړيوال سياست به چي امريکا په مخ کي نيولی دی ترک او طرد کړو.

له امريکا څخه د دغه ايالت بېلتون غوښتونکي هيله لري چي د ۲۰۱۹ کال په پسرلي کي به د کاليفورنيا له اوسېدونکو څخه ټول پوښتنه وسي چي د امريکا سره پاته کېدل غواړي او که ځني بېليږي؟ دغو بېلتون غوښتونکو همدا اوس په دې موخه يو ويب سايټ هم پرانيستی دی کوم چي له امريکې څخه د دغه ايالت د خپلواکۍ ابعاد او نور تشريح کوي. پای

us-protest

د کالیفورنیا ایالت خپل بیرغ
د کالیفورنیا ایالت خپل بیرغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x