شعـــــرونه

دلاوره غنمرنګه خداى دپاره

دعاوې راته وکوه ملنګه خداى دپاره
چي زړونه رانه تورنه شي له ننګه خداى دپاره

چي هره دقيقه يې وايمان ته نوى ژوند دى
نصيب خوموکم مکړې له دې جنګه خداى دپاره

جهاد نه خو دي  نه را ګرځومه غوصه مکړه
نن مه ځه  دلاوره  غنمرنګه خداى دپاره

دا درست سړي خواره خو جرګه ولو دي راوستي
ليدلي چا دکوم غازي له څنګه خداى دپاره

وطن دين اوناموس  چي ورته وژني باک پرې نکړي
جرګوکي مرستي غواړي  له پرنګه  خداى دپاره

غليم دمدني جانان  دښمن دى  دوى  يې مله  دي
يوڅه دي شرم وکړي  دا بې  ننګه خداى دپاره

له خوبه را بيدارکړه  ويده شوي ضميرونه
پدغه الهامي بيت کي  آهنګه خداى دپاره
2013/12/15

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x