نظــر

د وزیرانو استیضاح؛ معامله او که نوی کړکېچ؟

سرنوشت ورځپاڼه

ولسي جرګې د هغو وزیرانو د استیضاح کولو لړۍ پیل کړه چې د جرګې په وینا کم کاره دي او پراختیايي بودیجه یې نه ده لګولې. ولسي جرګه به له هغو درېیوو سلب اعتماد شوو وزیرانو پرته چې پرون استیضاح شوي وو، د روانې اونۍ په لړ کې څوارلس نور وزیران هم استیضاح کړي. د جرګې له پرونۍ حیرانوونکې پرېکړې چې له مخې یې د کابینې درې وزیران سلب اعتماد شول، ښکاري چې ښايي نور وزیران هم له ورته برخلیک سره مخ شي. د ولسي جرګې پرونۍ پرېکړه د ډېرو لپاره ځکه حیرانوونکې وه چې یو شمېر وکیلانو تل د استیضاح په نوم له وزیرانو باج اخیستی دی او یا هم ډېر کله د قومي ملحوظاتو له مخې وزیران استیضاح او بیا سلب اعتماد شوي دي. خو پرون د بهرنیو چارو وزیر، د کار او ټولنیزو چارو وزیره او د ټولګټو چارو وزیر د رایو په اکثریت سلب اعتماد شول.

دوه خبرې دي؛ لومړی دا چې د پراختیايي بودیجې د نه لګولو په پلمه د وزیرانو لرې کول د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ شوې پټه هوکړه ده. حکومت د بروکسل تر کنفرانس وروسته په نظام کې د ژورو اصلاحاتو او بدلونونو خبره کړې وه، چې ‎‌ظاهراً په دې برخه کې تراوسه کوم پرمختګ نه ښکاري. له بلې خوا د حکومتي مشرانو ترمنځ د څوکیو او واک پر سر اختلافونه هم دې حد ته رسېدلي دي چې ان د حکومت له منځه برحاله چارواکي د موقت حکومت او لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کوي. د حکومت مخالفې ډلې هم اوس دې ته په تمه دي چې کله به ورته په حکومت کې د شراکت بلنه ورکول کېږي، چې د حراست او ثبات شورا یې ښه بېلګه دي. همدارنګه له حزب اسلامي سره د سولې د تړون یوه مهمه برخه په نظام کې دغه ګوند ته ونډه ورکول دي. همدا لاملونه دي چې ممکن حکومت او ولسي جرګې د کابینې د یو شمېر اوسنیو وزیرانو پرسر معامله کړې وي، څو یادو ډلو ته څوکۍ خالي شي.

له بلې خوا که ولسي جرګې رښتیا هم د وزیرانو د استیضاح پرېکړه د پراختیايي بودیجې د نه مصرف په غبرګون کې کړې وي، نو ویلی شو چې دا به حکومت یوې بلې بې ثباتۍ او کړکېچ ته ور ټېل وهي. موږ د ملي یووالي حکومت په دوه کلنه موده کې د سرپرستۍ ډېرې بدې خاطرې تجربه کړې، چې د حکومت له جوړېدو راهیسې کابینه ایله سږکال د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په ټاکلو سره بشپړه شوه، خو دا دی اوس بیا د سرپرستۍ لړۍ پیل شوه. اټکل کېږي چې ولسي جرګه به روانه اونۍ نهه وزیران ټول سلب اعتماد کړي چې په ډله کې ځیني د کلیدي وزارتونو مشران هم شته. دا به بیا کلونه وخت نیسي چې نوي وزیران وټاکل شي. په دولتي ادارو کې سرپرستي معمولاً عامه خدمات په ټپه دروي او په ادارو کې فساد، خپلسريو او د کاري انګېزو وژنې ته لار هواروي. که ولسي جرګه هره میاشت هم یو وزیر له دې امله استیضاح کړي چې پراختیايي بودیجه نه شي لګولی، نو دا ستونزه په دې ډول حلېدونکې نه ده. ستونزه د حکومت په مشرتابه او جوړښت کې ده چې ګومارنې د قومي او سیاسي معیارونو پربنسټ کېږي. په اوسني حکومت کې لویه برخه وزیران د وړتیا له مخې نه، بلکې د قومیت یا تنظیمي اړیکو له مخې مقرر شوي چې د مدیریت او رهبرۍ وړتیا نه لري. د ستونزې ریښې باید وپلټل شي او اساسي حللارې ورته پیدا شي، که نه دا ډول بې ثباتي به حکومت نور هم معیوب او سیاسي کړکېچ ژور کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

دا چه هیواد وال او نړیوال وایی چه د کابل غلامه ، فاسده او بیکفایته اداره شړیدلی ، همدغه یی د شړیدلو یو ښه عملی مثال دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x