fbpx

د معجزې اخیستل

لنډه کیسه :

ژباړن : عطا محمد میاخېل

کله چې سارا اته کلنه نجلۍ وه، وایې ورېدل، چې مور او پلار یې د کوچني ورور په اړه خبرې کوي . پوه شوه، چې ورور یې سخت ناروغ دی او هغوی یې د درملنې له پاره پیسې نه لري .

پلار یې تازه خپله دنده له لاسه ورکړی وه او نه یې شو کولای، چې د ورور د جراحۍ ډېر لګښت ورکړي . سارا واورېدل، چې پلار ورو مور ته وویل : یوازې معجزه کولای شي، چې زموږ زوی وژغوري .

سارا په ډېرې خواشینۍ خپلې خوب خونې ته لاړه او د تخت لاندې یې خپله د پیسو کوچنۍ خزانه را بهر کړه، هغه یې ماته کړه، پیسې یې په تخت باندې تویې کړې او هغه یې وشمېرلې، یوازې پنځه ډالره ! وروسته د کور د شا له دروازې څخه بهر شوه او څو کوڅې وړاندې درملتون ته ورغله او په درملتون کې د مېز په وړاندې په تمه ودرېده، تر څو د درمل جوړونکي پام ور واوړي، مګر په درمل جوړونکي باندې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه .

نجلۍ یوه پښه په بلې وهله او ټوخېدله، مګر درمل جوړونکي پام نه ورته کاوه، بالاخره د سارا حوصله پای ته ورسېده او روپۍ یې د درملتون د ښېښه ای مېز په وړاندې بېدرېغه وغورځولې . درمل جوړونکي ټکان وخوړ، نجلۍ ته یې مخ ور واړاوه او وې ویل: څه غواړې ؟ نجلۍ ځواب ورکړ : ورور مې ډېر ناروغ دی، غواړم، چې معجزه واخلم . درمل جوړونکي په حیرانتیا وپوښتل : وبښئ ؟!

نجلۍ زیاته کړه : زما د کوچني ورور په سر کې څه شی تللي او پلار مې وایي، چې یوازې معجزه کولای شي، چې هغه وژغوري . زه غواړم، چې معجزه واخلم، بیه یې څو ده؟! درمل جوړونکي وویل : خواشینی یم، نجلۍ ! خو موږ دلته معجزه نه خرڅوو .

د نجلۍ سترګې له اوښکو ډکې شوې او وې ویل : د ستاسو د په الله (ج) قسم وي، چې هغه ډېر ناروغ دی، پلار مې پیسې نه لري، ترڅو معجزه پرې واخلي، دا هم زما ټولې پیسې، زه چېرته کولای شم، چې معجزه واخلم ؟

یو سړی، چې په یوه ګوښه کې ولاړ و، پاکې او منظمې جامې یې پر تن وې، له نجلۍ څخه یې پوښتنه وکړه : څو روپۍ لرې ؟ نجلۍ پیسې په خپل ورغوي کې تویې کړې او یاد سړي ته یې ور وښودې . سړی موسکی شو او وې ویل : آه څومره په زړه پورې، فکر کووم، چې ښایي دا پیسې ستا د ورور معجزه اخیستلو له پاره کافي وي !

وروسته یې په کراره د هغې لاس ونیوه او وې ویل : زه غواړم، چې ورور او مور او پلار دې ووینم، فکر کووم، چې ستا د ورور معجزه به له ماسره وي . هغه سړی ډاکټر ارمسټرانګ نومېده، چې په شیکاګو د مغز او اعصابو متخصص و . د هغې ورځې په سبا د کوچني هلک د مغز جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو او هغه له مرګ څخه وژغورل شو .

له جراحۍ وروسته د هلک پلار ډاکټر ته ورغی او وې ویل : له تاسو څخه ډېره زیاته مننه کووم، زما د زوی ژغورنه په رښتیا چې یوه معجزه وه . غواړم پوه شم، چې د جراحي عملیاتو لګښت څومره دی، چې در یې کړم ؟ ډاکټر موسکی شو او وې ویل : یوازې پنځه ډالره .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د