افغانستان

تعلیم الاسلام راډیو په زابل او سپين بولدک کې هم نشریات پیلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): په کندهار کې د تعلیم الاسلام راډیو مسؤولین وايي چې ډیر ژر به د دغه دیني راډیو نشریات د زابل ولایت ته وغځوي او همداسي به د کندهار سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک کې هم په نشریاتو پيل وکړي.

د تعلیم الاسلام راډیو یوه چارواکي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي یوه خبرتیا کې وویل چې د زابل ولایت اوسیدونکو له ډیره وخته ددوی څخه غوښتل چې خپل نشریات ددوی ولایت ته هم وغځوي او همداسي سپين بولدک ته ددوی نشریات نه رسیدل، خو د روان کال د لیندۍ میاشتي څخه به هم په زابل او هم په سپین بولدک کې نشریات پيل شي.

د تعلیم الاسلام راډیو اوس مهال په کندهار (۸۹.۷ ایف ایم)، هلمند (۸۹.۵ ایف ایم)، ننګرهار (۹۱.۰ایف ایم)، روزګان (۸۸.۲ ایف ایم)، او فراه (۸۹.۶) کې نشریات لري.

همداراز دغه ویډیو د خپلي ویب پاڼي او موبایل راډیويي اپلیکیشن (TuneIn) له لاري ټولي نړۍ ته خپل نشریات کوي.

خبرتیا:

تعلیم الاسلام راډيو په زابل او بودلک کي

رالېږونکی: حکمت الله – د تعلیم الاسلام راډیو همکاری

تعلیم الاسلام راډیو چي یوه خپلواکي، شخصي، تعلیمي او اسلامي راډیو ده، په ۱۳۸۷ کال کي په کندهار کي د جیدو علماء کرامو لخوا د ولس په مالي مرسته نشرات پیل کړه، د بیلابیلو ګټورو خپرونو لکبله یې په ټولنه کي زیات مقبولیت پیدا کړی چي وروسته یې د انټرنیټ پر لیکه نشرات پیل سوه او ږغ یې د ګران هیواد افغانستان تر مختلفو ولایتونو او د نړۍ تر مختلفو هیوادو ورسیدی.

تعلیم الاسلام راډیو اسلامي، تربیتي، تعلیمي، تفریحي او علمي خپروني لري. پدې خپرونو کي د عصري علومو خپروني هم شتون لري. د تعلیم الاسلام راډيو د خپرونو په واسطه په بې شمیره افرادو کي مثبت بدلون راغلی او په زیاتو کورنیو کي مشکلات حل سوي، د علم، پوهي، اصلاح او اسلامي تربیې په لور یې مخه کړې.

د همدې معیاري او ګټورو ټولنیزو خپرونو په نتیجه کي هیوادوالو د بیلابیلو ولایتونو څخه تعلیم الاسلام ادارې ته وړاندیزونه کول چي د دوی په ولایتونو کي هم دا راډيو خپله څانګه فعاله کړي. بالاخره د څو کلونو په نتیجه کي تعلیم الاسلام راډیو د کندهار څخه علاوه په څلورو ولایتونو (هلمند، ارزګان، ننګرهار او فراه) کي نشرات پیل کړل چي ولس يې تود هرکلي او ملاتړ وکړی.
تقریباً د تیرو درو کلونو راهیسي د زابل ولایت متدینو مسلمانانو د تعلیم الاسلام ادارې څخه د څانګي غوښتنه کول بالاخره په زابل ولایت کي هم تعلیم الاسلام راډيو د څانګي تصمیم ونیوی او ان شاءالله په نژدې راتلونکي کي به خپل نشرات پیل کړي.

ورسره د بولدک ولسوالۍ څخه مسلمانان وروڼه ددې راډيو د څانګي غوښتنه د ډير وخته کول چي بالاخره د تعلیم الاسلام ادارې مشرتابه هوډ وکړی چي هم په زابل ولایت او هم په بولدک ولسوالۍ کي خپلي څانګي پرانیزي.

ددې لاري اوس په هر کور کي دیني، معلوماتي او تربیتي خپروني شروع او بې شمېره نارینه، ښځينه او ماشومانو ته د کور دننه د دیني زده کړو اسانتیا برابریږي.

د تعلیم الاسلام راډیو څانګي:
تعلیم الاسلام راډیو کندهار (مرکز) ۸۹.۷ FM
تعلیم الاسلام راډیو هلمند (څانګه) ۸۹.۵ FM
تعلیم الاسلام راډیو ارزګان (څانګه) ۸۸.۲ FM
تعلیم الاسلام راډیو ننګرهار(څانګه) ۹۱ FM
تعلیم الاسلام راډیو فراه (څانګه) ۶.۸۹ FM
تعلیم الاسلام راډيو زابل (څانګه) ان شاءالله
تعلیم الاسلام راډيو بولدک (څانګه) ان شاءالله
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تعلیم الاسلام دارالافتاء
تعلیم الاسلام للبنات (د انجونو مدرسه)
تعلیم الاسلام للذکور (د هلکانو مدرسه)
تعلیم الاسلام مجله
تعلیم الاسلام مطبعه
تعلیم الاسلام طلايي لړۍ
تعلیم الاسلام انلاین مدرسه

الله عزوجل دي د تعلیم الاسلام راډیو مشرتابه او همکارانو ته ښه بدله او د اړوند چارو ښه توفیق ورکړي چي افغانانو ته یې د دین صحیح پوهه د دوی تر کورونو او کارځایونو ورسول.

په ټولنه کي ددغسي علمي او دعوتي کارونو ډير قدر کول په کار دی، نور تفصیل او د خلګو لخوا د څانګي د پرانیستولو وړاندیزونه د دوی پر ویب پاڼه او رسمي فیسبوک صفحه کتلای سی.

عبدالرحمن بابا وايي:
په دنیا کي چي څه کار دی خو د دین دی
ددې کار په کننده وو افرین دی

الله تعالی دي ټولو دیني ادارو ته د نیکو کارونو توفیق ورکړي.
ویب پاڼه: http://www.taleemulislam-radio.com/
فیسبوک: https://www.facebook.com/Taleemulislam.radio

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x