شعـــــرونه

جنګ او فرهنګ

پردي مو ځکه هر وطن رانه په جنګ نيسي
چې تر جنګ مخکې مو فکرونه په فرهنګ نيسي

موږ چې نصاب کې دجهاد سبق ته ځای نه لرو
بل ځای خو څه کوې! (حرم) به لا پرنګ نيسي

خود به مې (پير) او (حضرت) دواړه واشنګټن ته ګوري
چې (کليسا) د (خانقاه) وره ته (قلنګ) نيسي

له (کوره) تېر یو، خو له خپلې (خونې) نه تېرېږو
ځکه خو کور رانه (لندن)(ماسکو) (پېکنګ) نيسي

(ملا) له خپل کتابه باب د(حاکميت) وېستلی
د(قيادت) منصب هر ځل رانه (زرنګ) نيسي

ماته کافر دی که معنی دکليمې نه مني
دی که هرڅومره خپل ځان شېخ په هر نېرنګ نيسي

کيسه که بيا (انډيوالي) شوه او (معيار) سر وخوړ
پردي به بيا رانه د کار سړي په چنګ نيسي

که مو ځوا نانو کې بيا روح دمُحمّد (ص) ورپو کړ
فضا به بيا د مدينې د تورو شرنګ نيسي

که مو کړې ويړې دانګرېز په قلم جوړې کرښې
نقشه به بيا د مسلمان د نړۍ رنګ نيسي

ډیر د احتیاط احتياط خبرې راته مه کوئ نور
چې هر احتياط سره مې زړه د وېرې منګ نيسي

که مې ځوانان د(کوم پاړو) (منتر) بې حسه نه کړل
کاروان مې نور هم لار دتورې او غورځنګ نيسي

ښاد شې (سعيده) زما ويده شعر دې بيا راويښ کړ
(شپونکی)به بيا خوږې شپېلۍ کې مست آهنګ نيسي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۴۳۵ هـ/۲/۱۷

دګران ورور قاري صاحب عبدالستار (سعيد ) دشعر پر ليکه چې زما ويده شعري قریحه یې راويښه کړه.

(شپونکی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x