افغانستان

اشرف غني د ولسی جرګې څخه غوښتي چې د وزیرانو استیضاح وځنډوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ ولسي جرګې درې وزیران استیضاح کړي وه چې په هغو کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ او د کار، ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل له خپلو دندو څخه بې برخي کړه او د باور رایه یې ځیني سلب کړه.

درې سره وزیران د افغانستان د قانون سره سم نور له خپل وزارته بې برخي دي او نه شي کولای چې په دغه منصبونو بیا د ولسي جرګې څخه د باور رایه تر لاسه کړي.

تېره شپه د ګډحکومت دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله د ولسي جرګې د اداري پلاوي او د کمیسونونو رئیسانو سره وکتل او د هغوی څخه یې د استیضاح د پروسې ځنډولو غوښتنه وکړه.

د هغه تر مخه ولسمشر اشرف غني د بهرنیو چارو وزیر د استیضاح دلایل نا موجه بللي وه او تور یې لګولی وو چې د ولسي جرګې غړي کافي معلومات نه لري او د روان کال د بودیجې د مصرف په اړه په جریان کې نه دي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حکومت د ولسي جرګې سره تقابل نه غواړي، نوموړي د ولسي جرګې د استازو څخه غوښتنه کړې وه چې د استیضاح بهیر باید وځنډول شي ځکه چې د نړۍ لږ تر لږه سل هیوادونه د بودیجې د مصرفولو ستونزي لری.

ډاکټر عبدالله په دغه غونډه کې ویلي چې تېر کال یو استثنائي کال وو، ګډحکومت یو خاص حالت درلود چې له امله یې د پروژو اجرا او تطبیق وځنډیدی.

د اشرف غني او ډاکټر عبدالله په جواب کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي ویلي وه چې ولسي جرګه به د هغو صلاحیتونو څخه ګټه پورته کوي چې قانون ورکړي.

ولسي جرګې د رواني میاشتي (لړم ۱۹) پریکړه کړې وه چې ټول هغه وزیران به ولسي جرګې ته استیضاح کوي چې د خپلو وزارتونو انکشافي بودیجه یې تر اویا سلنه په کمه اندازه مصرف کړې، چې په همدې لړ کې ۱۸ وزیران به هره ورځ درې درې ولسي جرګې ته حاضريږي او له سره به د اعتماد رایه اخلي.

صلاح الدین رباني د تیري ورځي په ناسته کې وروسته تر هغه سلب صلاحیت شو کله چې د ۲۰۷ رایو څخه ۵۸ د اعتماد رايي واخیستي او ۱۴۰ رايي د عدم اعتماد رايي تر لاسه کړي.

همداسي اوریاخېل د ۲۰۷ رایو څخه ۱۴۴ د عدم اعتماد رايي واخیستي.

د فواید عامې وزیر په ۱۶۷ رایو له خپل وزارته سلب صلاحیت اعلان شو.

د ګډحکومت کابینه چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ تر ډیرو ناندریو وروسته جوړه شوې، د ولسي جرګې په وروستیو اقداماتو یو ځل بیا د ستونزو سره مخ شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x