نظــر

د استرالیایي سوپر مینانو(!) تیښته

د ۲۰۰۲ م کال همدا شپې ورځې وې ، امریکایي یرغل په توده وینه کې وو ، هلیکوفترو به درسته شپه غومبر واهه ، دافغانستان شینکی اسمان دامریکایي دوګنو طیارو  له  لوګي  او بخاره  کرښې کرښې وه ، له  راډیو ګانو څخه په ډبلو غږونو یوازې   دترهګرۍ ،  ټروریزم ، سوله ساتي ځواک ، ښاغلي بوش او ډیموکراسۍ  لغاتونه اوریدل کیدل .

دهمدې موسم او ماحول په یوه سړه ورځ دولسوالۍ بازار ته لاړم  او مخامخ په هغه کتابخانه ورغلم ، چې له یرغل سره راغلې مجلې او اخبارونه به په کې دلۍ وو ، ددې اخبارونو په منځ کې یو اخبار د ( صلح ) په نامه وو ، چې دامریکایي ځواکونو لخوا په سپین اعلي کاغذ رنګین چاپیده ، او مفت به ویشل کیده .

دکتاب خانې مالک چې دیرغل انفلونزا زکام کړی وو ، داچې زه ورته طالب بریښیدم ، نو په دې ورځ یې د خار راکولو په دود  همدا اخبار راته مخې ته کیښود او ورسره ویې ویل ، وګوره  استرالیایان هم راغلل .

داخبار په لومړي مخ ددوو تنو استرالیایي عسکرو چې خورا پنډ صورتونه یې وو او په وسلو مجهز وو ، یو جالب انځور چاپ شوی وو ، چې په  ډبرینه سیمه  کې ګامونه اخلي ،اخبار لیکلي وو چې استرالیایي ځانګړي ځواکونه هم دنړیوال ایتلاف په عملیاتو کې ګډ شول ، دکتاب خانې مالک چې داسترالیایي عسکرو تصویر ته یي اشاره کوله ، راته  کړه ( یاره ډير نیشه عسکر یي نه دی ؟) ما دنوموړي پوښتنه بې ځوابه پریښوده .

داسترالیایي عسکرو انځور رښتیا هم نیشه تصویر وو ، هغه مهال ټولو یرغلګرو کوښښ کاوو ، چې افغانان په خپلو بدنونو سره وویروي ، زما په یاد دي په لومړیو کلونو کې به امریکایانو خپل ترټولو غټ ، دنګ او چاغ عسکر چې یوازې نرۍ زیرپیراني به یې په تن وه ، ددې لپاره په عامه دګڼې ګوڼې ځایونو ، چوکونو ، او لویو لارو کې درولي وو ، ترڅو یي افغانان ننداره وکړي ، او له  غښتلو مټو ، ببرو بدنونو ، او پلنو صورتونو څخه یې وویریږي ،ترڅو یې ذهن دا ومني چې امریکایان انسانان نه دي چې مقابله ورسره وشي بلکې ترانسانانو یوڅه ورلوړ او ددوی په خبره ( سوپرمینان ) دي ، چې مخه یي نه شي نیول کیدای ، استرالیا هم شاید د همدې لپاره دخپلو نیشه عسکرو انځور دافغانانو دلیدلو لپاره چاپ کړی وو ، خو له دې خبر نه وو ، چې افغانان ماشومان نه دي ، چې څوک یې په  ببو باندې وویروي ، بلکې دامؤمن اولس چې په زړه کې یې یوازې  دالله تعالی ویرې ځای نیولی بل هیڅ وحشي ، پلن او مټور غلیم یې تر اغیز لاندې نه شي راوستلای .

استرالیا چې هماغه مهال یي لومړني پوځیان افغانستان ته راغلل ، په  ۲۰۰۵ م کال کې یي دیرغلګرو ترمنځ دافغانستان دویش په مهال دروزګان ولایت په پچه ورسیده ، جالبه داوه ، هغه مهال یرغلګرو دافغانستان ولایات ترخپل منځ داسې سره تقسیم کړل ، لکه دارام بحر کوم  غیرمسکوني او بې څښتنه ټاپوګان چې وي ، او یا هم  دکومې کشف شوې وچې مستعمرات چي وي ، استرالیا چې خپله دبرتانوي استعمار پیغور په غاړه ګرځوي داځل ډیره خوشاله وه ، چې دافغانستان یو ولایت یې اشغال کړی دی ، او دلته به خپله کالوني جوړوي .

مګرخلک وایي ( دبل مړۍ غاښ لري ) استرالیاهم په خپله نوې مستعمره کې هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شوه ، کله چې ورباندې د افغانانو خونړي بریدونه پيل شول .

د څو کلونو په  تیریدلو سره دروزګان ولایت په ټولو سیمو کې داسترالیایانو مرګ ثواب وبلل شو ، او هرچا په کې دتورې سرې کولو هڅه پیل کړه ، دامهال نو په  چاپي او برقي عکسونو کې داسترالیا  عسکر هماغسې نیشه نه ښکاریدل ، بلکې په ځړیدليو غوږونو ، تښتیدليو رنګونو او ماتو روحیاتو  یي یوازې له  اوضاع څخه شکایت کاوو ، خپل جنګ یې بې هدفه جنګ باله ، او دخپلو ( سوپرمینانو ) بهیدونکي وینې یې هدر بللې .

په چارچینو ، خاص روزګان ، مراباد ، دروشان ، چوره  او دروزګان په نورو سیمو کې داسترالیایانو پوځي عملیات له غوڅو ناکامیو سره مخامخ شول ، په همدې مهال هغه وخت داسترالیا لینګي په رښتیني معنی ولړزیدل کله یي چې همسنګره ملګري  هالنډ چې دروزګان په اشغال کې یي مساوي ونډه درلوده ، دماتې ډول وډنګاوو ، دجګړې له ډګره وتښتید او استرالیا یي یوازې پريښوده .

له هماغه مهاله  ټینګ باور موجود وو چې که نن وي که سبا وي داسترالیا به هم کډه په شا وي ، همدا سې وشول ، په تیر اکتوبر کې داسترالیا صدراعظم توني ابوټ  روزګان ته ناڅاپي سفر وکړ ، او له دې هیواد دتیښتې په اړه یې خپلو پوځیانو ته دتیارسئ امر ورکړ .

پرون دوشنبه د ۲۰۱۳ م کال د نومبر ۱۶ مه داسترالیا صدراعظم رسما علان وکړ ، چې له افغانستان یې خپل عسکر ایستلي دي .

صدراعظم توني ابوټ په پرونیو څرګندونو کې  دخپلو نازولو سوپرمینانو هغه بدې ورځې یادې کړې ، چې په روزګان کې یې تیري کړي دي ، ده اعتراف وکړ ، چې دافغانستان په جنګ کې یې بریا نه ده ترلاسه کړې ، معنی داچې شکست یې خوړلی دی .

داسترالیا ددفاع وزیر ډیويډ جانسټن وویل چې دوی ددې ماموریت په اختتام سره د درنو پوځي مصارفو مخه نیولې ده .

زه چې داسترالیا دپوځي چارواکو پرونۍ عاجزانه څرګندونې  او دماتې اعتراف ددوی له پرونیو غورو لاپو او غټ بازیو سره پرتله کوم ، دغه راز په افغانستان کې نورو یرغلګرو ته ورپیښه بده ورځ له نظره تیروم ، نو ددې کفرماتوونکي وطن په اړه مې دشاعر هغه بیتونه ذهن ته راشي چې وایي .

دخدای قدرت دی هر غلیم ترېنه پښیمانه وزي

هاچې هوسا ورته راغلي وو ستومانه وزي

زما وطن لکه سینه دی  او غلیم یې غشی

ډیر په اسانه ورته راشي خو په ګرانه وزي
 
داسترالیا ماتول دې ټول مؤمن اولس ته مبارک وي ،توره مو تېره او د ویاړ څلی مو اسمانڅک اوسه !!

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x