دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۳۲)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

واشنګټن آروينګ (Washington Irving) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

دی یو عادي انسان ؤ، ساده خوراک یې کاوه، روژې یې نیولې، ده ته ټول بلد، نابلده، شتمن، غریب، طاقتور او بې واکه یو شان وو، د عامو خلکو ډېر خوښ ؤ، د ده فوځي خوځښت نه د غرور لپاره، نه د فخر لپاره ؤ، او نه يې په کړونو کې خودبیني نغښتې وه، دی چې کله پوره واکمن شو، د ده ژوند او ساده توب په هغه شان ؤ، لکه مخکې چې ؤ، ده دا نه خوښول چې دی یو ځای ته تشریف یوسي، هرکلی او احترام دې ورته وشي، بلکې ده د خلکو پر زړونو باندې نړیوال واک درلوده.

ښاغلی ارترګلين ليونارد (Arthur Glyn Leonard ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

دا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نابغه توب ؤ، چې د اسلام روح یې په عربو کې پوه کړ، دا چې عرب یې د جهالت له ټیټې رتبې څخه د امپراطورۍ لوړې مرتبې ته یې ورسول، ملي یووالی یې ورپه برخه کړ، نو دا د حیرانتیا خبره ده، په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کې داسې خصلتونه او خویونه وو، لکه پر خدای باندې ایمان، ساده ژوند، صداقت، معقوله تعلیمي روحیه، لوړ مورال او داسې نور…

ښاغلی فليپ هيتی (Philip K. Hitti) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پخپل لنډ ژوند کې هغه ولسونه او قبایل سره یوځای کړل، چې مذهبي او جغرافیایي اختلافات یې درلودل، ټولې هغه پراخې سیمې چې دعیسایت او یهودیت تر چتر لاندې وې؛ ویې نیولې، ډېر ژر د ده د پلویانو سرحدونه تر ډېرو لیرو سیمو پورې ورسیدل چې آن په نړۍ کې متمدنو امپراطورانو دا کارنه وو کړی.

ښاغلی پرنجی کېنيډي (Pringle Kennedy) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

که یو څوک غواړي چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په حیرانونکې کامیابۍ ځان پوه کړي؛ نو ورته لازمه ده چې دده د ژوند حالات وڅیړي، دی د حضرت عیسی علیه السلام څخه وروسته په داسې وخت کې راغی چې د یونان مذهب رواج ؤ، په هغه وخت کې استبداد یو عادي کار ؤ، دروم قیصر هر څه کولای شوای، دروم امپراطورۍ ونشوای کولای چې خلک قانع کړي په ځانګړي ډول سره په سوریا، مصر او پارس کې، چې کله عیسایت ځینې سیمې فتح کړې؛ عیسایان هم ونتوانېدل چې د خلکو مشکلات حل کړي، په ۶۵۰ میلادي کال کې په نړۍ کې داسې تحول راغی چې خلکو یې توقع نشوای کولی، دا په انساني تاریخ کې یو ستر او نه هېرېدونکی انقلاب دی، ښکلي بدلونونه راغلل، چې کله دا هر څه راغلل، نو د خلکو اخلاقي ژوند لوړ شو او دا یواځې د محمد صلی الله علیه وسلم له کبله رامنځته شول، چې کله هغه مکې ته راغی.

نور بيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x