افغانستان

د بګرام تر برید وروسته په کابل کې د امریکا سفارت وتړل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د اسوشیتډ پریس خبري اژانس په یوه خبر کې ویلي چې د امریکا سفارت نن د یکشنبې په ورځ د احتمالي برید له ویري خپل دروازې د مراجعینو پر مخ وتړلې.

دغه اژانس وړاندي ویلي چې دوی ته په کابل کې د امریکې د سفارت یوه خبرپاڼه رسیدلې چې په کښي ویل شوي، « سفارت به د موقت وخت لپاره احتیاطا بند وي ».

تېره ورځ په بګرام هوايي ډګر کې دننه طالبانو سرتیری برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۴ تنه امریکايي عسکر مړه او ۱۷ نور ټپيان شول.

د پيښي مسؤولیت طالبانو واخیست او ویلي وه چې ددغه تکتیکي برید لپاره یې څلور میاشتو راهیسي پلان ترتیب کړی وو.

د دې درني مرګ ژوبلي په غبرګون کې د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر رسنیو ته وویل چې د امریکايي عسکرو درنه مرګ ژوبله به د افغانستان په اړه ددوی موقف کمزوری نه کړي.

نوموړي ویلي چې امریکا به په افغانستان کې خپل اوسني ماموریت ته ادامه ورکوي.

د برید یوه ورځ وړاندي د امریکا د سفارت پر ویب پاڼه نشرشوي خبرتیا کې ویل شوي وه چې دوی ته په کابل کې د سرینا هوټل او همداسي پر یوه ګیسټ هاوس (د بهرنیانو میلمستون) باندي د برید خبر ورکړه شوی وو، ځکه یې امریکايي اتباعو ته خبرتیا ورکړې وه چې خپل شاوخوا دي پام کوي او په ښار کې دي له ګرځېدو څخه ځان وساتي.

د امریکې سفارت همداسي خپل اتباعو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته دي اوس مهال سفر نه کوی ځکه چې پر دوی د افغانانو له لوري د بریدونو احتمالات تر بل هر وخت اوس زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x