
علمي بحث: په افغانستان کې د سولې روان بهیر
د اسلامي فکر او عمل د یووالي اجتماع
په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې جګړه روانه ده، د دغې اوږدې جګړې د ختمولو لپاره هم بېلابېلو لورو او جهتونو په مختلفو وختونو کې هڅې کړي، چې د روانې جګړې اور ختم کړي؛ خو تر اوسه پورې د سولې ډېری هڅې تر اوسه پورې بریالۍ شوي نه دي.
که څه هم په په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له نظام وروسته، په افغانستان کې تر څو کلونو پورې امنیت ټینګ و؛ خو بیا هم دغه حالت دوام ونکړ او د ۲۰۰۵ کال راهیسې په افغانستان کې ناامنۍ او جګړې زیاتې شوې.
د اسلامي فکر او عمل د یووالي اجتماع د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر پر (۲۸)نېټه «په افغانستان کې د سولې روان بهیر» تر عنوان لاندې یو علمي بحث جوړ کړ، چې د ویناوالو په ګډون یو شمېر علمي او اکاډمیکو شخصیتونو پکې برخه واخیسته.
دغه علمي بحث د اسلامي فکر او عمل د یووالي اجتماع مشر دکتور عبدالباقي امین په افتتاحیه وینا پیل شوه او د موضوع پر ارزښت یې رڼا واچوله.
ورپسې د دغه علمي بحث لومړی ویناوالمحترم ډاکتر ښادي خان حبیبي و، چېپه اسلام کې سوله او پر اړتیا یې خبرې وکړې. د ده په وینا «په خپله داسلام لفظ دعربي ژبې له سِلم څخه اخيستل شوی، چې دسولې او امن په معنی ده، له همدې ځایه ده چې وایو اسلام دسولې او امن دين دی. خدای پاک په قران کريم کېفرمايلي دي:
وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَکَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ – الأنفال / ۶۱
ژباړه :که چيرې دوی(کفار )سولې ته چمتو وي، نو ته هم سوله ورسره وکړه (اې محمده(ص))او په الله(ج) باندې توکل وکړه ،بېشکه چې الله(ج) ښه اوريدونکی او په هر څه خبر دی.»
نوموړي پر هغو خلکو نیوکه وکړه، چې سوله په اسلام کې یو نوی څېز ګڼي. ده وویل، «ځیني فکر کوي چې د سولې کشف نوی دی خو داسې نه ده اسلام ۱۴۰۰ کلونه مخکې مسلمانان سولې ته رابللي وو او د حدیبیې سوله یې یو ښکاره مثال دی»
د ده په وینا، په افغانستان کې زموږ لویه غمیزه همدا ده، چې دلته خلکو هر څه سر ته رسولي، نو د شخصي ګټو تر چتر لاندې یې کړي. د سولې پر ځای یې د جګړې لاره غوره کړې. هغه هم په داسې حال کې چې الله سوله خیر بللی (والصلح خیر) او د نورو کسانو ترمنځ سوله کول یېیو فردي او اجتماعي مکلفیت ګڼلی. په همدې تړاو په قران پاک کې راغلي: ﴿فَاتَّقُوا اللهَ وَاَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَاَطِيعُوا اللهَ وَرَسُولَهُ اِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ (1) ﴾ الانفال
ژباړه: و وېرېږئ د الله څخه او سوله وکړئ په خپلو مينځونو کښي او اطاعت وکړئ دالله او د رسول د هغه که چيري يي تاسي مؤمنين.
په بل ځای کې الله (ج) فرمایلي دي: ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ) الحجرات، ۱۰ آیت
ژباړه: په تحقیق سره مومنان خو یو دبل سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې مناسبات سم او سوله وکړئ.
د بحث دویم ویناوال د هېواد نامتو ژورنالېست، لیکوال او د ویسا ورځپاڼې مسؤل مدیر محمد زبیر شفیقي و، چې «په افغانستان کې روانه جګړه؛ د چا په ګټه ده؟« تر عنوان لاندې یې خبرې وکړې. د ده په وینا امریکا پر افغانستان هغه مهال بریدونه وکړل، چې کله طالبانو د امریکا دغه دوه وړاندیزونه رد کړل: یونیکال ته د ټاپي غاز نللیکې پروژه ورکول او په بدخشان کې امریکايي سرتېرو ته پوځي هډې ورکول. خو طالبانو یو وړاندیز هم ونه مانه او په پای کې امریکا د یوولسم سپتامبر پېښې په تعقیب او د القاعدې پټنځایونو د ختمولو په پلمه پر افغانستان بریدونه وکړل. وروسته د بُن په کنفرانس کېد افغانستان د نوي حکومت خام بنسټ کېښودل شو او ژبني، قومي او سمتي تعصب ته پکې ځای ورکړل شو. له همدې ځایه ده، چې وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي لخدر ابراهیمي هم په ۲۰۰۷ کال کې په یوه مرکه کې وویل، چې د بُن کنفرانس یو نیمګړی کنفرانس و. ځکه په دغه کنفرانس کې طالبانو ته ځای ورنه کړل شو او له دغه کنفرانسه وروسته طالبان د کرزي د عفوې باوجود د ناټو او امریکايي ځواکونو لخوا ونیول شول.
د استاد شفیقي په اند امریکا غواړي، چې په افغانستان کې خپل نظامي حضور وساتي. له همدې ځایه ده چې په ۲۰۰۹ کال کې یې له کرزي څخه په ستراتيژيک تړون کې د اډو غوښتنه وکړه. د طالبانو او امریکايي استازو د خبرو اترو پرمهال هم امریکا له طالبانو دا غوښتي و، چې په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور ومني او په بدل کې به ورته ۱۷ ولایتونه وسپارل شي. خو کرزي او طالبانو دغه وړاندیزونه ونه منل. وروسته د ملي یووالي حکومت پرمهال چې کله له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شو نو بارک اوباما خپله ستراتيژي په لاندې ټکو کې بیان کړه:
۱ـ طالبان زموږ دښمنان نه دي
۲ـ او په افغانستان کې نور خپل جنګي ماموریت پای ته رسوو.
دغه راز امریکا د خپلو لګښتونو او د تلفاتو د کمېدو په موخه لاندې ستراتيژي خپله کړه:
۱ـ له نوې تکنالوژۍ څخه ډېره ګټه اخیستل
۲ـ د جاسوسي جال پراختیا
۳ـ د قراردادیانو زیاتوالی
استاد زبیر شفیقي د خپلو خبرو پرمهال وویل، په افغانستان کې جګړه پردۍ ده، رهبري یې د بل چا په لاس کې ده؛ ولې مادي او معنوي تاوانونه یې افغانانو ته رسېږي. نه طالبان کولای شي، چې په ټول افغانستان تسلط پیدا کړي او نه هم حکومت دومره تقویه دی چې طالبان له منځه یوسي.
د بحث درېیم ویناوال ښاغلی عبدالقادر طارق و، چې د سولې پروسې مدیریت تر عنوان لاندې یې خبرې اترې وکړې او ویې ویل، «حکمتیار بې له کوم قید او شرط څخه د بین الافغاني تفاهم له لارې له افغان حکومت سره سوله وکړه؛ ځکه دی په دې پوه و، چې ترڅو عملي صحنې ته نه وي داخل شوی، نو د ملت لپاره هېڅ هم نه شي کولای.» ښاغلي طارق د خپلو خبرو په پای کې سپارښتنه وکړه، چې د حزب اسلامي له وروڼو او حکمتیار صاحب څخه مې غوښتنه دا ده، چې د حزب اسلامي دایره پراخه کړي او دواړه حزب او حکمتیار د یوې ملي ډلې او ملي رهبر په توګه راڅرګند شي.
د ویناوالو له ویناوو وروسته، د غونډې نورو ګډونوالو هم په بحث کې برخه واخیسته او ویې ویل، چې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره یوازینۍ لاره د بین الافغاني تفاهم ده او په اوسني وخت کې چې کومه سوله د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ شوې، د سم تطبیق لپاره یې باید ټول هوښیار واوسو او د عملي کولو لپاره پر حکومت فشارونه راوړو. د دغه بحث په پای کې ټولو ګډونوالو په یوه پرېکړه لیک سره په وطن کی د تل پاتی سولې د راتګ څخه د خپل ملاتړ په موخه لاندې ټکو ته په اشارې سره خپل پیغام داسې رسوي.
۱- د اسلامي فکر او عمل اجتماع د اسلامي حزب او دولت تر منځ د سولې د روان بهیر څخه په کلکه ملاتړ کوي او غوښتنه کوي، چې روان بهیر لا ګړندی شي او دغه د سولې بهیر تر نورو مخالفو لورو پورې هم وغځول شي، تر څو په هېواد کې د دایميسولې لپاره زمینه برابره شی .
۲- د اسلامي فکر او عمل اجتماع په دې اند ده، چې اسلامي حزب د ملي اجنډا پر بنسټ په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره د سولې د پروسې دښه مدیریت لپاره په هیواد کې د بین الافغاني تفاهم د تجربې د تطبیق لپاره د ټولو سیاسي او ټولنیزو، ګوندونو،ټولنو، بهیرونو، ځواکونو او شخصیتونو تر منځ د وحدت نظر د را منځته کولو پر اصل کار وکړي. تر څو په هیواد کې له دې وروسته نه یوه مرمی وویشتل شي او نه هم یو څاڅکی وینه تویې شي .
۳- له دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چه دغه بهیر ټولو مخالفو لوریو ته وغځوی، تر څو ټول افغان ولس تر یو بیرغ لاندې سره را غونډ شی او خپل منځي ستونزی د افغانی مذاکراتو له لاری د بهرونیو له وساطت پرته حل کړی.
۴- ددولت په داخل کې هغه کړۍ، چې د سولې د راتلو مخالفت کوي او په وطن کې د جنګ جګړو اور ته لمن وهي ملت ته افشا کړي .
۵- له ټولو مخالفو ډلو غوښتنه کوو چه خپلو اهدافو ته د رسیدو له لپاره سولهییزه لاره خپله کړي، د جنګ دوام د افغان مسلمان ولس په خیر او ګټه نه دی د جنګ له دوام دافغانستان دوښمنان او پردي ګټه پورته کوي او یوازې افغانان پکې وژل کیږي او هېواد ورانیږي . دا جنګ باید په افغانستان کې پای ته ورسېږي.
۶- مونږپرټولو سیاسي ګوندونو، بهیرونو، ټولنو او موثرو کړیو غږ کوو، چې په افغانستان کې هر څوک په خپل چارچاپېرکې دجګړې د پای ته رسېدو ذهنیت او شعار خپور کړي، تر څو افغانستان د یوې خطرناکې استخباراتي جګړې ډګر و نه ګرځي.
۷- د اسلامي فکر او عمل اجتماع سوله د رواني غمیزې د پای ته رسیدلو لپاره یوازینی لار، په هېواد کې د جنګ پای ته رسیدل ګڼي .
د اسلام فکر او عمل اجتماع د جنګ په ټولو اړخونو غږ کوي تر څو د جنګ په ځای چه د ورانې ، دربدری، اوښکو او وینو اصلي عامل بلل کیږي د سولې لاره غوره کړي تر څوپه هېواد کې تل پاتې سوله یقیني شي، جګړې د تل لپاره ختمې او په وطن کې داقتصادي پیاوړتیا دروازې پرانیستل شي ، بهرنیان مو له هېواد ووزي، او په هېواد کې مو د خوښۍ ، خوشحالۍ او ورورګلوۍ د لمر زرینې وړانګې په ټولو کلیو او کورو کی و ځلیږی.
په غور سره مې ولستل اسلام دسولې دون دي