us.embassy.kabul-2

په کابل کې د امریکي سفارت د تړل کیدو وجوهات

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په کابل کې د امریکي سفارت د یوې ځانګړې اعلامیې په صادرولو سره د یوې ورځې لپاره د یاد سفارت کارونه ځنډولي دي .

امریکايي سفارت په یادې اعلامیې کې ویلي چې هغوی پر سفارت او ځینو نورو هغو ځایونو چې امریکايي اتباع ورکي اوسیږي د احتمالي بریدونو خبرونه ترلاسه کړي ځکه نو اړینه بولي چې د سفارتي کارکوونکو د ځان ساتنې په غرض لازم اقدامات تر سره کړي.

د امریکې سفارت مخکې تر دې چې په بګرام کې برید وشي، خبرداری ورکړی وو چې کیدای شي پر سرینا هوټل او یوه میلمستون باندي برید وشي، ځکه یې خپل اتباعو ته ویلي وه چې په ښار کې له ګرځېدو څخه ډډه وکړي او خپل شاوخوا وڅاري.

په کابل کې د امریکي سفارت وروسته تر هغه سفارتي کارونه ځنډوي چې د بګرام په هوايي اډې کې طالبانو تر هغه یوه ورځ وړاندې د یوه خونړي برید په ترڅ کې ۴ امریکان مړه او ۱۷نور ژوبل کړل.

طالبانو تر برید سمدستي وروسته په یوه اعلامیه کې ادعاء وکړه چې هغوي په یاد برید کې ۶۷ امریکايي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو په کال ۲۰۱۰ کې هم په کابل کې د امریکې پر سفارت او د ناټو پر قومندانۍ پوځي عملیات وکړل چې له امله یې بهرنیو پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښتله خو هغه مهال امریکايي چارواکي د سفارت تړلو یا دهغه د کارونو ځنډلو ته اړ نشول.

اوس چې د سفارت له موقعیت نه ډیر لیري د بګرام په هوايي اډه کې پر امریکايي ځواکونو عملیات کیږي او هغوی یې په کابل کې د سفارت تړلو ته اړیستل کیږي ښايي پر امني وجوهاتو سربیره يي نور وجوهات هم وي.

د امریکا په ولسمشریزو ټولټاکنو کې د ټرمپ له بریالیتوب نه وروسته د واشنګټن او کابل ترمنځ د اړیکو سوړ والي ته په کتو سره داسې ښکاري چې پرامنیتي وجوهاتو سر بیره ښايي په کابل کې د امریکايي سفارت د کارونو په ځنډولو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د علائقو سوړ والی هم دخیل وي.

دا چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ له بریالیتوب نه څلور ورځې تیریږي او بیاهم د کابل د ګډ حکومت له چارواکو سره د هغه له لوري یو عادي ټلیفوني تماس نه نیول کیږي له دې څخه ښکاري چې د سپینې ماڼۍ نوی چارواکی له کابل سره د هماغسي تودو اړیکو ساتلو خیال نه لري لکه کومې چې د اوباما د واکمنۍ په حال کي وي او په کابل کې د امریکې د سفارت د کارونو ځنډول ښايي د علائقو د سوړ والي لومړنی تریخ پیغام وي چې امریکایان يي د ګډ حکومت چارواکو ته ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د