افغانستان

طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړې اداره جوړه کړې

نن ټکی آسیا: طالبانو د خپلو ملکي او نظامي تشکېلاتو په اډانه کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړې اداره جوړه کړې او د دغي ادارې ایمیل ادرس، تلیفون شمېره او د مخابرې نوم یې پر انټرنیټ خپور کړی او له خلګو څخه یې غوښتي چي هر کله د هېواد په یوه ګوټ کي ملکي تلفات را منځته شي، باید له دوی سره اړیکې ونیول شي.

نن د طالبانو له خوا په یوه خپاره شوې پيغام کي اعلان شوی چی دوی د افغانستان اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون په چوکاټ کي د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یوه ځانګړې او با صلاحیته اداره جوړه کړې، چي د دوی په وینا یاده اداره مسؤلیت لري چې دهرې  غټي اووړې پېښې په اړه ،هراړخيز اوبې پرې تحقيقات وکړي او د اسلامي امارت د مشرتابه مقام ته هرڅومره ژرراپورترتيب او ورکړي، ترڅود پيښې نوعيت ته په پام سره دهغې قضيې د ښکيلو اړخونو په اړه شرعي او قانوي پريکړې اويايي ترمنځ اصلاح ته لاره هواره اوهمداراز د تدارک اوغمرازۍ لپاره يې شرائط مساعدشي .
په دې اړه د طالبانو له لوري د نشر شوي پيغام بشپړ متن په لاندي ډول دی:

 

دافغانستان اسلامي امارت
دنظامي چاروکميسيون
دملکي تلفاتودمخنيوي اداره

ګرانوهيوادوالو! په دې وروستيوکې دافغانستان اسلامي امارت دنظامي چارودکميسيون په چوکاټ کې دملکي تلفاتودمخنيوي لپاره يوه باصلاحيته اداره جوړه کړه .
ترڅودټول هيوادپرسطحه داشغالګروخارجي ځواکونوپه ړندو بمباریو،او دکابل ادارې او بهرنیو عسکرو د شپنیو عملیاتوپرمهال په مخامخ ډزو،اوددښمن داستخبارتي کړیو لخوا په قصدي توګه دخلګو په تجمع ځایونو کې دبمی بریدونو،یاهم کله ناکله سهوا دافغانستان داسلامي امارت دمجاهدينوله خوا د ځينوانفجاراتواوځمکنيوماينونوپه نتیجه کې ،زموږبي دفاع ولس ته ځاني يامالي زیان رسيږي، یاده اداره مسؤلیت لري چې دهرې يوې غټي اووړې پېښې په اړه ،هراړخيز اوبې پرې تحقيقات وکړي ،اوداسلامي امارت د مشرتابه مقام ته هرڅومره ژرراپورترتيب اوورکړي، ترڅودپيښې نوعيت ته په پام سره دهغې قضيې دښکيلواړخونوپه اړه شرعي او قانوي پريکړې اويايي ترمينځ اصلاح ته لاره هواره اوهمداراز د تدارک اوغمرازۍ لپاره يې شرائط مساعدشي .
څرنګه چې نوموړې اداره تريوې پيښې وروسته له بيلابيلومربوطه منابعواوداړوندواړخونوڅخه دمعلوماتولپاره دنظرونودتجمع اوتحقيقاتوراغونډولوپربنسټ دشرعي أړخ په پام کې نيولوسره کارکوي ،هيوادوال دي دهرې پيښي چې له امله يي ملکي خلکوته ځاني اومالي زيان اوښتی وي، له دقيق اوبې لوري معلوماتوپه ورکولوسره ،له دې ادارې سره مرسته وکړي ترڅوپريوه وخت ټول هغه څه چې اړين وي په کارواچول شي .
داړيکې لپاره دګرځنده تليفون شمیره : 0707918384
ای ميل ادرس : molkietalafat_m@yahoocom
دمخابري نوم : دفاعی /6709
تاسوکولای شئ چې په پورته ادرسونوزموږسره أړيکې ټينګې اودپيښوکره معلومات راسره شريک کړئ .

دنظامي چاروکميسيون
دملکي تلفاتودمخنيوي اداره

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x