fbpx

د ژوند راز چېرته دی ؟

لنډه کیسه :
ژباړه : عطا محمد میاخېل
په افسانو کې راغلي دي، کله چې الله (ج) نړۍ پیدا کړه، نو د لوېدیځ فرښتې یې خپل دربار ته را وبللې او له هغوی څخه یې وغوښتل، ترڅو د ژوند راز د پټولو له پاره وړاندیز وکړي .
له فرښتو څخه یوې الله (ج) ته وویل : هغه په ځمکه کې خښ کړه، بلې فرښتې وویل : هغه د سمندرونو لاندې ځای پرځای کړه . درېیمې وویل : د ژوند راز په غرونو کې ځای پرځای کړه، خو الله (ج) وفرمایل : که چېرې زه وغواړم، ستاسو په خبرو عمل وکړم، نو زما کم شمېر بنده ګان به په دې وتوانېږي، چې هغه پیدا کړي، په داسې حال کې، چې زه غواړم د ژوند راز ته زما ټول بنده ګان لاسرسی ولري .
په دې وخت کې یوې فرښتې وویل : پوهه شوم چېرته، ای مهربانه خدایه ! د ژوند راز د خپلو بنده ګانو په زړونو کې ځای پرځای کړه، ځکه هېڅوک په دې اړه فکر نه کوي، چې د موندلو له پاره یې خپل دنننه او زړه ته وګوري او الله (ج) دا فکر ومانه .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

میاخیل صاحب سلامونه می ومنه ! ستاسی لیکنی خوږی دی ، مګر زما وړاندیز درته دا دی چه د خلکو تر منځ که کومه افسانه ، څیړنه او یا ارزونه زیاتی کمی ولری سړی پری نه ګنهکاریږی یا ډیر نه ګناهکاریږی که خطا هم وی د خلکو باور پری کیدلی شی مګر د عالم غیب په اړه لیکلو کی که غلطی وی ګناه کبیره او کله شرک هم وی او خلک هم ورباندی باور نه شی کولای په ځانګړی ډول هغه خلک چ اسلامی کمه یا زیااته پوهه ولری حتی ستاسی په اړه ډول ډول فکرونه کولای شی . زه… نور لوستل »