fbpx

عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه او د خلافت فیصله

قاري احسان

دفیل دکال څخه لس کاله تیر سوي و چي نړۍ ته يي سترګي روڼي کړي، تر اسلام له مخه يي عبد عمرو بن عوف نوم و، خو داسلام څخه وروسته نبي علیه السلام عبد الرحمن ونوماوه، او ددار ارقم دواقعي نه مخکي يي د ابو بکر الصدیق رضي الله عنه په لاس اسلام قبول کړ، هم حبشي او هم مديني منوري ته دهجرتینو دویاړ سره سره يي په غزوه البدر او ټولو غزاګانو کي دنبي علیه السلام سره شرکت کړی دی.

عبد الرحمن رضي الله عنه په تجارت کي ډیر ښه تجربه درلوده، او درزق په حصول کي الله پاک ښه بخت ورکړی و، ده به ویل که په صحرا کي ډبره را واړوم، هم به لاندي تري سره پیدا کړم.

په میراث کي يي زر اوښان، دري زره پسونه، سل آسونه چي په بقیع کي څریدل پرېښودل.

کله چي يي هجرت وکاو خپل ټول مال، کورونه او تجارت يي په مکه کي پاتي سو، په مدینه منوره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده او سعد بن ربیع انصاري په مابین کي ورورګلوي جوړه کړه، سعد ورته ویل چي زما مال ستا او زما په مابین کي دوه برخي دی، او زما دوي ښځي دي، ته په کي خوښ رضا يي چي زه يي درته طلاقه کړم او هغه په نکاح کړي، عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه ورته وویل: چي الله دي په تا او ستا په مال او اهل کي برکت واچوي، ما ته صرف بازار راوښیه، نور کار زه په خپله برابره وم.

ددې ترڅنګ په ښه غیرت سره هم ډیر مشهوره و، د احد دغزا په ورځ يي ملایکو دده کومک کاو، او دده په څنګ کي جنګي دلي، حارث بن الصمة رضي الله عنه وایي: له مانه رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه، چي عبد الرحمن بن عوف دي چیرته ونه لید؟ ما روته ویل چي وميليدی، دغره په لمن کي مشرکین ورباندي راټول ول، ورسره په جنګ اخته و، زه ورنیږدي سوم چي مشرکین ترینه منع کړم، خو ته مي ولیدلي او ستا خواته راغلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چي ملایکه يي ځيني منع کوي. بیا نو زه عبد الرحمن ته ورغلم په مخ کيي اوه نفره مړه پراته و، ما ورته وویل چي پر لاس دي برکت سه، دا ټول دي مړه کړيدي؟ ده راته کړه چي دا یو ارطاة بن شرحبیل مړ کړ، او دا دوه کسان ما مړه کړل، دا نور هغه چا مړه کړل چي ما نه لیدل. دلته نو ما ویل چي صدق الله وروسوله.

دتبوک په غزا کي عبد الرحمن صحابه و ته لمونځ ورکاو، کله چي يي سلام وګرزاوه، مسلمانانو اوازونه اوچت کړل او ډیر تسبیح يي ویلي، ځکه هلته يي نبي علیه السلام ولیدی ددوی تر شا يي لمونځ کاو، کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم سلام وګرزاوه، نو يي ورته ویل بس سهي کار مو کړی دی. یاني د عبد الرحمن بن عوف امامت يي تاید کړ.

تر ټولو مشهوره او تاریخ سازه قیصه يي هغه ده چي کله عمر بن الخطاب رضي الله عنه وفات کیده، هغه نه غوښتل چي له ده وروسته هم پر مسلمانانو دی خلیفه وټاکي، نو يي شپږ کسیزه شورا جوړه کړه، هغي ته يي اختیار ورکړ، په شورا کي عثمان بن عفان، عليّ بن أبي طالب، طلحة بن عبيد الله، زبير بن العوام، سعد بن أبي وقاص، او عبد الرحمن بن عوف شامل ول، دوی ته يي دده دوفات نه وروسته دري ورځي وخت ورکړ چي د مسلمانانو خلیفه غوره کړي، البتة د لمانځه د امامت لپاره يي صهب رومي ته امر وکړ.

کله چي شپږ کسیزه شورا دائره سوه عبد الرحمن ورته وویل: چي راځوئ چي ودرو کسانو ته اختیار ورکړو، زبیر ویل: چي زما رايي دعلي ده، او طلحة ویل، چي زما هغه بیا د عثمان ده، سعد بیا وعبد الرحمن بن عوف ته رايه ورکړه، اوس نو د شورا فیصله له علي، عثمان او عبد الرحمن سره سوه، عبد الرحمن ورته ویل چي په تاسو کي کوم یو له خپل حق نه لاس په سر کيږي؟ او هغه به د الله او دمسلمانانو لپاره په دا نورو دو کي ښه فکر کوي او خلیفه به منتخب کوي، شیخین دواړه ساکت ول، بیا عبد الرحمن ورته وویل: چي ماته اختیار راکوئ، الله حاضر دی چي زه به په تاسو کي هغه غور کس منتخب کړم؟ اول علي ورته ویل چي زه په دې کار راضي یم، ځکه ما درسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوريدلیدي چي ویل به يي: ته داهل السماء او اهل الارض امین يي.

له دې نه وروسته عبد الرحمن دمسلمانانو سره مشوري پیل کړي، بالآخیر دذي الحجي په ۲۳، او د 644م نومبر په 6 ‍ د سهار له لمانځه وروسته عبد الرحمن دعثمان بن عفان سره بیعت اعلان کړ، اوويي ویل: چي اې علي ما ډیري مشوري وکړي خو هچا هم دعثمان څخه مخ نه اړاو، ګوره په زړه کي دي څه درتیر نه سي، بیا يي وعثمان ته وکتل او ورته ويي ویل: درسول الله صلی الله علیه وسلم او ددواړو خلفګانو پر طریقه درسره بیعت کوم، له ده وروسته مهاجرینو، انصارو او نورو مسلمانانو ورسره بیعت وکړ.

دژوند په اخیري کي عبد الرحمن رضي الله عنه ډیر سرمایه داره و، خو همیشه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه و او خپل تیر وخت ورته یادیده، ژړل به يي، او ویل به يي: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات سو خو دی او اهلو عیال يي داوربشو په ډوډۍ هم نه و ماړه. او دا خیال مي هم نه کیږي چي موږ يي ودې حال ته ساتلي و، ځکه چي دا زموږ په خیر و!

ده به ویل: درسول الله سره په سختیو کي وازمویل سو، صبر مو ورباندي وکړ، له هغه نه وروسته په خوښیو امتحان سو، خو پر دې مو صبر ونه کړای سو.

دمړیني په وخت کي ډیر مالداره و، ډیر يي وژړل، چا دژړا وجه ترینه وپوښتله، ده ورته وویل: چي مصعب بن عمیر تر ما ډیر ښه و، درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي وفات سو، خو کفن يي نه درلود، خمزة بن عبد المطلب هم تر ما غوره و، کفن يي لاهم نکړ پیدا، زه پر ځان بېرېږم چي د هغه چانه شمار نه سم، چاته چي په دونیا کي بدله ورکوله کیږي، او زه پر دې وېرېږم چي د مال په وجه به زه محبوس سم.

د پنځه اوویا کلونو په عمر په یو دیرشم د هجری کال په مدینه منوره کي يي داجل داعي ته لبیک ووایو. او په جنت البقیع کي دفن سو، حضرت عثمان رضي الله عنه يي جنازه وکوله، الله پاک دي ورباندي ورحمیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د