fbpx

اسطرلاب څه شی دی؟ او چا جوړ کړ؟

قاري احسان

دفلکیاتو علم ته دمسلمانانو تر بل هر چا ډیر ضرورت و، ځکه چي یو خوا دمسلمانانو په لاس کي پراخي زمکي او لويي لويي صحرا وي وي، په دې کي علم نجوم ته زیاته اړتیا لیده کیده چي ددې علم دهدایاتو سره سم عمل پري وسي، خو بل خوا بیا ددیني شعائرو لکه دلمانځه دوختونو دمالومتیا لپاره دزمکي طول البلد او عرض البلد پیژندل هم ضروري وه، او داشان دلمر موقعیت پیږندل چي په کوم فلک کي تګ راتګ کوي، ورسره دقبلي دجهت دمالومولو لپاره هم نجوم اړین و، هم دا شان دروژي دمیاشت رؤیت هم تر علم نجوم پوري اړه لري، ځکه ډیر ځله په خالي سترګو دمیاشتي لیدل ممکن نه وي.astrolabe_psf

مشهور خلیفه ابو جعفر المنصور د علم فلکیاتو په احیا کي ډیر زیات کار وکړ، او دهندوستان دعلماو نه يي په دې برخه ښه کار واخیست، په (154هـ/770م) کي دهند یو مشهور فلکدان بغداد ته راغلی، او دهغه سره دفلکیاتو په برخه کي یو ښه کتاب هم و، چي په السنسنریتیة ژبه کي لیکل سوی و، تاریخ پوهان يي نوم [السِّدَّ هَنتا] او یا [السِّد هانْتَ] یادوي، دا کتاب د هند یو نوموتي فلکي عالم لکیلی دی، وروسته عربي ژبي ته وژباړل سو، او په [السند هند] باندي ونومول سو، په دې کتاب یوه ډیره په زړه پوري مقدمه وه، چي په هغې کي داجرام سماویه و دحرکاتو مختلف جدولونه موجود ول، او دبروجو طلوع او غروب هم په کي درج ول، دا جدولونه دزرهاو کلنو دتجربو پر بنسټ جوړکړل سوي ول.astrolabium-655x330

دمنصور په زمانه هغه کتاب را پیدا سو چي علامه خوارزمي د [السند هند] نه اختصار کړی و، ددې پر بنسټ زیج جوړ کړل سو چي دعربي هیوادونو په طول او عرض کي ډیر شهرت لري. خو په ځینو مواردو کي يي بیا د السند هند کتاب مخالفت هم کړی و، لکه په تعدیل او میل کي، تعدیل يي د اهل فرس پر رايي او میل شمس يي بیا دبطلیموس پر رايي بنا کړی دی، البتة د تقریب په برخه کيي ښه ښه بابونه ورزیات کړي دي، دهغې زماني خلکو دا کتاب ډیر خوښ کړ، په لېري پرتو سیمو کي ډیر مشهور سو، له دې سره سره بیا هم د المجسطي البطلیموسي کتاب څخه دعربو فلکدانو ډیره ګټه پورته کړه.

ابو یحی البطریق دبطلیموس څلور مقالي چي دستورو د حالاتو په برخه کي لیکلي سوي وي دالمجسطي پر کتاب يي دحاشيي په توګه ورزیات کړي، دمنصور دغوښتني سره سم د روم ملک دا کتاب هغه (منصور) ته ډالۍ کړ.

ابراهیم فزاري بیا د اجرام سماویه و دحالاتو مالومولو لپاره تر ټولو ړومبی عربي مرصد جوړ کړ، او اسطرلاب نوم يي ورته غوره کړ.

مامون خلیفه په بغداد کي دبیت الحکمة په نامه ډیره لویه کتاب خونه جوړه کړه، او دبغداد په تدمر کي يي لوی مرصد هم بنا کړ، دا کار دیو پوره کاري ټیم تر دنظارت لاندي روان و، چي په سر کي يي علي بن عیسی الاسطرلابي و، ده داسطرلاب دښودلو په برخه کي لومړنی کتاب هم ولیکی، دمامون په دور کي بنو موسی دفلکیاتو په برخه کي ډیر نه ستړي کېدونکي کارونه وکړل، او ډیری کتابونه يي پري ولیکل، په زیات شمیر علما يي ددې کتابونو ژباړي ته هم وهڅه ول.

دعلم فلکیاتو په فن کي ډیری داسي علما سته چي دعلمي ستورو حیثیت لري، لکه په مصر کي دصوفي په نامه عالم، چي دستورو رصدګاه يي هم جوړه کړي ده، او دهغې يي په ډیر دقت سره تشریح هم وړاندي کړه.

همدا شان خجندي، صاغاني، سجزي، نسوي او کوهي په نامه مشهور علما و، کوهي بیا دسلطان شرف الدولة البویهی دمرصد دفلکیینو سالار هم پاتي سوی دی.

په اندلس کي هم په دې برخه کي مشهورو څیرو وجود درلود، لکه ابو اسحاق ابراهیم بن یحی النقاش چي په زرقلي سره يي شهرت درلود، ده دافلاکو په رصدګاهو او د اسطرلاب په لا ښه جوړولو کي ډیر هغه څه وکړل چي ترده وړاندي چا نه و کړي، تر دې پوري چي دده صحیفه په صحیفه زرقالیه سره مشهوره سوه.astrolabe2

اسطرلاب څه شی دی؟

اسطرلاب، او اصطرلاب (اسطر لابون= اسطر: ستوری، لابون: آیېنه) دا یوه یوناني کلمیه ده، او په اسلامي نړۍ کي اول ځل فزاري دهجري تاریخ په دویم قرن ( دمیلادي په اتم قرن) کي جوړ کړ، او فزاري يي تعریف هم وړاندي کړ، په هغه وخت کي اسطرلاب دوه کړۍ درلودي.

داسطرلاب په برخه ډیری عربي علماو کتابونه ولیکل چي دهغوی له جملي نه یو مشهور عالم عمر بن عبد الرحمن صوفي او ابو ریحان البیرونی هم ول.

له اسطرلابه دلمانځه د وختونو دمالومولو په برخه کي، دقبلي دجهت دتعین، دزمکي دمساحت، دڅاهانو دژوروالي، دزمکي دکوره والي دمالومولو، دطول البلد او عرض البلد ددرجو دپیږندني، میاشتو او تاریخ دمالومولو په برخه کي کار اخیستل کیږي، له اسطرلابه د افلاکو په برخه کي په سلهاو کارونه نور هم اخیستل کیږي، چي شمیر يي ګران کار دی.

قاري احسان
2016-11-13

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د