نظــر

د امريکې ګوربا چوف

ژباړن : عبدالمالک همت

داسي ښکاري چي امريکې ته د ۲۰۰۱ع،کال د سپټمبر د ۱۱مي غوندي يوه بله له بدمرغۍ او بخولو ډکه حادثه ورپېښه سوه. پنځلس کاله دمخه په دغه نېټه د اسامه بن لادن پلويانو پر واشنګټن او نيويارک باندي مرګوني بريدونه وکړل، چي تر هغو وروسته د مسلمانانو لپاره نړۍ بدلون وموند. دادی پنځلس کاله وروسته پر امريکا باندي يو بل له خطره ډک بريد سوی دی. داځل دا بريد بن لادن نه، بلکي د پانګوالۍ ديموکراسۍ د ډونلډ ټرمپ پرلاس کړی دی. امريکايي رسنيو له څو مياشتو راهيسي نړيوالو ته ويل چي ډونلډ ترمپ يو بې ادبه، بداخلاقه، ظالم، ټيټ، چلباز، توکم پال، مسلمان دښمنه او متعصب سړی دی. خو بالمقابل هيلري کلنټن ډېره لايقه، مهذبه، انسان دوسته او امن وامان خوښوونکې مېرمن ده.

د امريکې رسنيو پرله پسې دا ويل چي د امريکې په ولسمشريزو ټاکنو کي به هيلري کلنټن په غوڅ مخکي والي سره ډونلډ ټرمپ ته ماته ورکړي، خو د دغه هيواد د ولسمشريزو ټاکنو پايلو د نړۍ د تر ټولو ځواکمن هيواد د رسنيو اعتبار داسي له ځمکي وواهه لکه پنځلس کاله دمخه چي د سپټمبر ۱۱مي پېښي په نيويارک کي د نړيوال سوداګريز مرکز ودانۍ راوپرځول. د ۲۰۰۱ع،کال د نهمي مياشتي تر ۱۱مي وروسته چي د ۲۰۱۶ع. کال د يوولسمي (نومبر) مياشتي پر ۹مه چي څه وسوه هغه موږ ټولو ته يو ډېر لوی درس دی. د امريکې د ولسمشريزو انتخاباتو د دغي نېټې پايلو دا جوته کړه چي رسنۍ واکمنان نه سي جوړولای. رسنۍ رانيول کېدای سي، خو د هغو په مټ د عامو رايه ورکوونکو زړونه او ماغزه نه سي ترلاسه کېدلای.

د امريکې ۲۴۰ مهمو اخبارونو د هيلري کلنټن ډاګيز ملاتړ اعلان کړ. د امريکې ټلوېزيوني کانال سي ان ان ګردسره د هيلري کلنټن په خبري شبکه بدل سو. د ټرمپ ملاتړ ته يوازي ۱۹ اخبارونو ور ودانګل. له يوه لوري واشنگټن پوسټ، لاس اینجلس ټايمز، بوسټن ګلوب او سان فرانسسکو کرانیکل غوندي د لويو اخبارونو کارکوونکو د هيلري کلنټن د ملاتړ اعلان وکړ، له بلي خوا لاس ویګاس ریویو، سانتا بابرا نیوز او فلوریډا ټايمزغوندي ناپېژاندو اخبارونو د ټرمپ ملاتړ کاوه. د عامه رايو د سروې کولو ټولو ادارو هم د هيلري کلنټن د بري ادعا کول، خو دا سروي هم ناسمه وخته. د راډيو ګانو، ټلوېزيونونو او نورو رسنيو د پروګرامونو د درجه بندۍ سيسټمونه(Rating systems)هم درواغجن وختل، ځکه د دغو رسنيو د پروګرامونو د ډېرو اورېدونکو معلومولو ټولي ادارې په لويو ښارونو کي اوسي او اټکلونه کوي، خو د انتخاباتو په ورځ د امريکې په ليرو پرتو سيمو کي استوګنو رايه ورکوونکو د ډونلډ ټرمپ په پلوي رايي ورکړې د ژورناليزم پر نامه سوداګرۍ کوونکو رسنيو اصليت يې رسوا کړ. يو ايس اې ټوډې هغه يوازينی اخبار وو چي د هيلري کلنټن له ملاتړه يې ډډه وکړه ، خو د ټرمپ په بشپړ مخالفت کي ودرېدی. امريکايي رايه ورکوونکو د دغه اخبار پر خبرو هم غوږ ونه نيو.

په بله وينا د امريکايي رايه ورکوونکو ډېرکي(اکثريت) د امريکايي نظام په وړاندي بغاوت وکړ. دا هغه نظام وو چي ديموکراسي پکښي د لويو پانګوالو چوپړ وهونکې مينځه ګرځېدلې وه. هيلري کلنټن د ولسمشريزو ټاکنو په کمپاين کي څه له پاسه يو مليارډ ډالر ولګول. خو د دې په مقابل کي ډونلډ ټرمپ ته ډېري پيسې ورټولي نه سوې او له خپله جيبه يې مصرف کاوه. کومو اخبارونو او ټلوېزيوني کانالونو ته چي هيلري کلنټن ډېر اعلانونه ورکړي وه، هغو د هيلري کلنټن ستايني کولې او د ډونلډ ټرمپ پخواني جرمونه به يې پو په بل پسې رسوا کول. د ټرمپ پر ضد زياتره تورونه غلط نه وه، خو ټرمپ د دغو ټولو تورونو په وړاندي يوه ډېره خطرناکه لار غوره کړه.

ټرمپ د ښو ـ ښو خبرو کولو پرځای د مسلمانانو او امريکې ته د ورغلو پناه اخيستونکو پر ضد د کرکو را پارول خپله سياسي وسله وګرځول. دا هغه کرکي وې چي د امريکې د زياتو سپین پوستو په زړونو کي يې ځای نيولی وو، خو دغه نفرت يې پر ژبه نه راوړی.

ډېر کلونه مخکي د سيموئيل پي هنټينګټن په نامه يوه امريکايي د فرهنګونو د ټکر نظريه وړاندي کړې وه او ادعا يې کړې وه چي لوېديز کلتور او هندو کلتور سره يو کېدونکي او د اسلامي تهذيب پر ضد د درېدو او د هغه مقابلې ته د وردانګلو په حال کي دي او د اسلامي تهذيب سره د چيني کلتور يووالی رامنځ ته کيږي. دغه نظريه د ۲۰۰۱ع،کال د سپټمبر تر ۱۱مي اووه کاله دمخه وړاندي سوه، چي اصلي څېره يې د سپټمبر تر ۱۱مي وروسته ښه ترا څرګنده سوه، خو د ۲۰۱۶ع. کال د يوولسمي (نومبر) مياشتي په ۹مه د امريکې د ولسمشريزو ټاکنو پايلو د فرهنګونو د تصادم خطر په يوه حقيقت بدل کړی او موږ ته يې وړاندي کړی دی. هغه ټرمپ چي امريکې ته يې د مسلمانانو د ورتلو منع کولو اعلان کاوه اوس دادی په ولسمشريزو ټاکنو کي برياليتوب ترلاسه کړ. د جمهوريت غوښتونکي ګوند ځيني مسلمان مشران دا ډاډ ورکوي چي د ټرمپ د ولسمشر کېدو سره کومه د اندېښنې وړ خبره نسته، هغه د واک تر سمبالولو وروسته د مسلمانانو پر ضد د غچ اخيستلو څه کړنه نه کوي ، خو بيا هم امريکايي مسلمانان اندېښمن او په وېره کي دي.

اوس چي ټرمپ ولسمشر سو، د امريکې مسلمانان کاناډا، اروپا او متحدو اماراتو ته د کډي کولو لاري لټوي. ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وينا کي هيلري کلنټن يوه سخت ځانې سياسي حريفه وبلل او ويې ستايل او ويې ويل چي تر نن وروسته دی د هغو ټولو امرکايانو ولسمشر هم دی چي ماته يې رايه نه ده راکړې. هغه د خپلي وينا به ترڅ کي د دې پيغام ورکولو کوښښ وکړ چي هغه به امريکا مخ پروړاندي بوزي، خو د دې وينا کولو پرمهال هغه ته ښه پته وه چي د خپلو رايه ورکوونکو سره د کړو ژمنو د ترسره کولو پرته خپل واک نه سي ټينګولای او د دغو ژمنو د تر سره کولو لپاره چي څه بايد وکړي د هغه پايله به د فرهنګونو د ټکر په پڼه کي څرګنده سي او کېدای سي چي نړۍ درېيمي نړيوالي جګړې ته ورټېل وهي.

د ټرمپ په دوره کي به د امريکې له دننه او دباندي څخه د امريکې د ټوټه ټوته کېدو عمليه چټکه سي. د ټرمپ پر بري باندي تر ټولو زياتي خوشالۍ  په ماسکو کي وسوې.  د ډيموکراټ ګوند ځيني مشران وايي چي د روسيې ولسمشر پوتين په پټه د ټرمپ مرسته کوله، څو ټرمپ د امريکې په ولسمشر کېدو سره د امريکې په ګورباچوپ واړوی.     

ګورباچوپ د پخواني شوروي اتحاد وروستی ولسمشر وو، چي د ده د پاليسيو له امله د نړۍ ډوهم زبرځواک (شوروي اتحاد) دړي وړي سو. اوس د پوتين له خوا د ټرمپ په ذريعه د نړۍ د دې اوسني يوازيني زبرځواک د راپرځولو کوښښ کيږي. د دې موخي لپاره په امريکا کي داسي توکميزي، ژبنۍ او مذهبي جګړې رامنځ ته کېدای سي چي په پايله کي به يې د سپين پوستو او تور پوستو اصلي او مهاجرو اوسېدونکو او مسلمانو او مسيحي وګړو غلط فهمۍ او کرکي رامنځ ته سي او دغه غلط فهمۍ به نوي نوي تضادونه وزېږوي.

ټرمپ به دغه تضادونه په ډېره مشکله قابو کړای سي او په دې توګه به پوتين ته د امريکې په کورنيو چارو کي د لاس وهني موکه په لاس ورسي او د شوروي اتحاد د راپرځولو د کسات اخيستلو کوښښ به وکړي. که د امريکې ښځو هيلري کلنټن د امريکې د تاريخ د لومړنۍ ښځي په توګه د ولسمشري په حيث ټاکلې وای، نو د ټرمپ په څېره کي به يو نوی ګرباچوف د امريکې ولسمشر نه کېدای، خو د امريکې د ښځو اکثريت پر هيلري باندي اعتماد ونه کړ. په دې توګه امريکې د امريکې پر ضد پرېکړه وکړه او د پانګوالو ديموکراسي د امريکې د غاړي پړی جوړه سوه.  پای      

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x