fbpx

غزل: دا نن بیا سوي نعرې وې لویه خدایه

صالح محمد مسروري

دا نن بیا سوي نعرې وې لویه خدایه.
څه معصومي غلبلې وې لویه خدایه.

بیا د چا کور کي غربي لیوان لوېدلي.
په مظلومو یې حملې وې لویه خدایه.

دنرګس سپینه لېمه په وینو رنګ وه.
سرې غوټۍ چه پرې پرتې وې لویه خدایه.

دګلاب نازک بدن زخمي زخمي ؤ.
د وهلو پرې تغمې وې لویه خدایه.

یو دوو خویندو و شهيد پلار ته ژړله.
څنګه پاتي بې اسرې وې لويه خدايه..

په ليدوي ې مومن زړونه چاودېدله..
فضل فضل څه صحنې وې لويه خدايه..

مسروري دبې وسۍ لپي کړې پورته..
په دعا تا ته کږې وې لويه خدايه..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د