افغانستان

په سنګین کې د ملي اردو ځواکونه خپلې پوستې طالبانو ته پریږدي

نن ټکی آسیا:د هلمند د سنگين ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او د ټولنيزې شورا غړي وايي چې په دې ولسوالۍ كې د ملي اردو ځواکونه هره ورځ ځیني پوستې طالبانو ته تسلیموي.
دوي زیاتوي چې د ملي اردو  سرتېرو درې پوستې له وړاندې  نه طالبانو ته پریښي دي.

تر دې مهاله طالبانو او د دفاع وزارت چارواکو په دې باب هېڅ رسمي غبرګون نه دی ښوولی
د یادونې وړ ده چې سنګین د هلمند ولایت هغه ولسوالۍ ده چې د هېواد د ټولو برخو په پرتله کې له پخوا راهیسې طالبان فعال او د سیمې د خلکو له پراخ محبوبیت څخه برخمن دي.
ځايي خلک وايي، د دوی ټولې ادارې چارې طالبان ترسره کوي، قضا،محکمه او پریکړې د همغوی په لاس کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x