fbpx
د لوړو زده کړو وزیره: فریده مومند

د ګډحکومت د کابیني یوه بله وزیره سلب صلاحیت شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): نن هم د ولسي جرګې غړو درې وزیران استیضاح کړې وه چې درې سره حاضر شوي نه وه او په غیر حاضرې کې باندي رایه اچونه وشوه.

د نن په غونډه کې استیضاح شوي وزیرانو کې د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند وه، چې دغه درو څخه لومړی دوه بریالي ووتل او وروستۍ وزیره سلب صلاحیت شوه.

نن د ولسي جرګې ۲۰۱ غړي حاضر وه چې د هغو څخه ۱۳۱ کسانو د فریده مومند پر ضد خپله رایه وکاروله.

باید وویل شي چې د ننۍ ناستي په پيل کې داسي غوښتني هم وشوې چې باید دغه رایه اچونه دوه اونۍ وځنډیږي خو اکثره وکیلانو دا یو غیر قانوني غوښتنه وبلله او رد یې کړه.

ددې تر مخه ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله د ولسي جرګې څخه غوښتي وه چې دغه پروسه وځنډوي او وزیرانو ته یو څه وخت ورکړي چې د خپل کارونو په اړه نور معلومات هم ولسي جرګې ته واستوي خو د ولسي جرګې استازو د ولسمشر غوښتنه هم رد کړه او وې ویل چې دوی به د خپل قانوني حقوقو څخه په پوره توګه استفاده کوي.

باید وویل شي چې تر اوسه سلب صلاحیت شوي وزیران په لاندي ډول دی:

۱- د بهرنیو چارو وزیر: صلاح الدین رباني
۲- د کار، ټولنیزو چارو وزیره: نسرین اوریا خېل
۳- د فوایدي عامې وزیر: محمود بلیغ
۴- د پوهني وزیر: اسدالله حنیف بلخي
۵- د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر: محمد الله بتاش
۶- د لوړو زده کړو وزیره: فریده مومند

ټاکل شوې چې سبا به د کرهني وزیر، د مخابراتو وزیر، د مخدره توکو سره د مبارزې وزیر او د اوبو او برېښنا وزیر استیضاح شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

فریده مومند تر سلب صلاحیت وروسته هندواڼۍ سوه او که په خوا هم هنداوڼۍ چې د سندرو ټکه یی وهلی ده

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زه وایم چا چه دغه او دوی ته نور ورته وزیران په دغو دندو ګمارلی هغوی دی اول سلب اعتماد شی چه هغه د ارګ پنځه ستار ( غنی ، غبدالله ، دوستم ، مسعود او خلیلی ) دی