افغانستان

د مقدمې په ځاى: يو وار بيا د فکري مخالفت موضوع

له نورو خبرو مخکې د “نن” ويب پاڼې د مسؤولينو ډېر منندوى يم چې په خپله ښه ويب پاڼه کې يې په کالم ونازولم. که څه هم له نن سره مې له پخوا همکاري وه، خو اوس د منظم کالم په شکل ده او غواړم د دغې لړۍ مقدمه په يوه ډېره مهمه موضوع چې د فکر او بيان آزادي ده، پيل کړم.

که څه هم په دې باوري يم چې د نن ويب پاڼې مسؤولين پوه خلک دي او د فکر آزادي ته په درنښت قائل دي، خو بيا هم تکرارول او يادول ښه دي. له دې سره به ځينې نور لوستونکي هم دغې موضوع ته ځير شي.

مسلمانان يو وختې د فکر او نظر آزادي منله. پخوانيو مفکرينو او سترو شخصيتونو که کوم فکر نه خوښاوه، په وژلو او رټلو يې مخه نه نيوله، بلکې په خبره يې ځواب ورته وايه.

د امام ابو حنيفه په ژوند کې څومره ډېرې کيسې دي چې له فلانۍ ډلې سره يې مناظره کوله او له بستانۍ سره. دا خو مخالفې او باطلې ډلې وې. امام ابو حنيفه خپلو شاګردانو ته هم له هغه سره د مخالفت اجازه ورکړې وه، همدا ده چې نن د فقهې ډېره برخه کې د امام او د شاګردانو مخالفتونه وينو. امام ابو حنيفه رحمه الله ځکه فکري مخالفت ته اجازه ورکوله، چې پوهېده، که ووايم چې جمود اختيار کړى، نوى فکر او نوى نظر نه رامنځ ته کېږي. نو بايد نوى نظر په نطفه کې لمنځه يو نه سو، بلکې تقدير يې کړو، که ورسره مخالف يو طبيعي يې وګڼو او په دليل او خبرو يې ځواب ووايو.

د امام احمد او د معتزله ډلې کيسه هم دغه پيغام لري. معتزله ډلې د هغه ځواب په دليل او خبرو ونه شو ويلاى، نو هغه رحمه الله پسې يې راواخيسته. ډېر زيات يې تعذيب کړ. نن موږ ګورو چې څومره خلک د معتزله په لار روان دي او څومره امام احمد بن حنبل تعظيموي!
د فکر مخالفت سره چې اسلامي اصول په نظر کې ونيول شي، د فساد په ځاى اصلاح رامنځ ته کوي. نوى نظر، نوې اختراع، علمي تګلارې او آن په اسلامي فقه کې اجتهاد د نوي فکر له برکته رامنځ ته کېږي.

شاه ولي الله رحمه الله لومړى کس و چې فارسي ته يې قرآن وژباړه، ځينو علماو ورپسې خبرې کولې او په ستره ګناه يې متهماوه! خو د همدغې ژباړې له برکته ډېرو خلکو ته د قرآن پيغام ورسېد او د قرآن د ژباړې بې حسابه لړۍ پيل شوه…

که فقهي کتابونه وګورو، زموږ امامانو ډېر نوښتونه رامنځ ته کړي، چې فکري مخالفت نه وي هېڅ کله بدلون او نوښت نه رامنځ ته کېږي. ځکه تقليدي فکر Orthodoxy په دې معنا ده چې پخوانيو څه ويلي، هماغه سمه خبره ده او هر نوى نظر حتمي غلط دى! په داسې حال کې چې فقهې ميتودولوجي، د ځينې موضوعاتو ځانګړې ويشنه او آن د اصول الفقه علم د نوي فکر په نتيجه کې رامنځ ته شوى.

په فکري لحاظ ډېر بدلونونه د فکري مخالفت او نوي فکر کولو په نتيجه کې رامنځ ته شوى دى. همدا رنګه مادي او ساينسي بدلونونه هم د فکري مخالفت په پايله کې رامنځ ته شوي.

د خداى په فضل زموږ دين خو له ساينس سره داسې روان دى لکه دوه موازي کرښې، چې هېڅ کله يو بل نه پرې کوي، بلکې يو بل تفسيروي او حقانيت يې بيانوي. خو په باطلو دينو کې دا خبره نه شته. کله چې د مسيحي پاپي نظام په زړه کې د ساينسي ويښتابه او نوي فکر څرک وځلېد، لومړى مخالف ديني کس او پاپ و. له پاپ سره د غربي ساينسي ويښتابه لومړى عالم “ګاليليو ګاليلې” لاس و ګريوان شو. پاپ غوښتل چې نوې خبرې له منځه يوسي، ځکه نوي فکر او ساينسي تجربو د کليسا بازار خراباوه. نو له ځينو سره يې مخالفتونه کول، خو ساينس پرې غالب شو او پاپي نظام يې تر کليسا محدود کړ.

د نننۍ نړۍ مادي بدلونونه او پرمختګونه د هماغه فکري مخالفت برکت و چې ګاليلې پيل کړى و. که ګاليلې Orthodoxy اختيار کړې وه او غلى ناست و، اوس به هماغه تياره او د جهالت کلونه به روان وو.

د اسلامي تحقيقاتو مرکز مشر ظفر اسحاق انصاري يو تقريظ کې چې د کتاب له ليکوال سره په ډېرو ټکو کې مخالفو و، ليکلي وو “له ليکوال سره به د ډېرو مخالفت طبيعي وي، که دغه مخالفت د څېړنې او ليکلو لار خلاصه کړي، موږ به خپل هدف تر لاسه کړى وي”. دغه پرګراف په دې ډېر خوند راکړى، چې د فکري مخالفت او علمي نقد د موضوع ټوله فلسفه يې په کې راخلاصه کړې.

چې مثالونه ډېر او خبره اوږده نه شي، لنډه دا چې موږ بايد له خپلو مفکرينو او د نورو له تجربو زده کړو، فکري مخالفت ته بايد په درنښت قايل شو. بايد د پرمختګ او د ښه مادي او يا فکري بدلون تمه ورته ولرو. که مخالف فکر راته غلط برېښي، بيا يې په فکر او دليل رد کړو.

کالم: بغاوت

زاهد جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x