له درواغو ځان وژغورئ او ریښتیا ووایئ!!

لیکواله: مژده وادی
ژباړه: حامد حقمل

هر انسان له درواغو کرکه او نفرت لري او درواغجن کس ته په بده سترګه او نظر ګوري، نو بیا ولې انسان خپله درواغ ووایي او خپل اعتبار ته زیان ورسوي؟ تاسې چې څومره له درواغو کرکه لرئ. همدغه شان ستاسې له درواغو نور کرکه لري. کیداي شي یو چا ته درواغ ووایې او هغه ستا په درواغو پوه نشي. خو درواغ ویل ستاسې د شخصیت یوه برخه جوړیږي او بیا دا برخه له ځانه لرې کول ډیره ګرانه وي.

ځان په ریښتیا ویلو عادت کړئ، دا غوره انساني صفت هم دي او اخلاقي جوهرهم، د شخصیت پانګه هم ده اود اعتماد او باور شتمني. ریښتیا ویونکی د هر چا خوښیږي او ورسره مینه لري، ریښتیا ویونکی د ښه قضاوت خاوند وي او ښه پریکړه کونکی وي، ریښتیا ویونکی په یوه ټولنه کې په ریښتینولۍ او صداقت او ځلانده ستوري مشهور وي او خلک یې د همدې صفت له امله دروند شخص ګڼي او درناوي یې کوي.

کوښښ وکړئ! ځان ترې وساتي تر ځو سوکاله ودان پیاوړی او ځلانده ستوری په یوه ټولنه کې ښکاره او همدارنګه ثابت پاتې شئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د