
د هندي پوځيانو پر ډزو ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان او هند تر منځ د کنترول پر کرښه د بمبر په سیمه کې د هندي پوځيانو پر ډزو ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې هندي پوځ تېره شپه د کنترول پر کرښه د بمبر په سیمه کې د پاکستان پر لوري بې دلیله ډزې پیل کړلې چې له کبله یې ۷ پاکستاني پوځيان و وژل شول.
خبرپاڼې زیاته کړې چې پاکستاني پوځ پر هند ځوابي ډزې کړي او ډیری پوستې یې په بریالۍ توګه په نښه کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا هم د کنترول پر کرښه د ۷ پاکستاني پوځيانو د وژنې تایید کړی او هم یې دغه ډزې په کلکو ټکو غندلي دي.
هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د کنترول پر کرښه د ۷ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو وروسته یې د هندي ديپلوماتان بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتي او د یادې پېښې په اړه یې شکایت ورته کړی دی.
پاکستان وايي چې د روان کال په ترڅ کې هند د کنترول پر کرښه د اوربند ۱۷۹ ځله سرغړونه کړې چې له کبله یې ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپيان شوي دي.
د دغه هېواد لومړی وزیر پر هند تور لګولی چې د کنترول پر کرښه دغه هېواد ځکه سرغړونې کوي چې د کشمير له نا امنیو د نړۍ پام واړوي.