دیني، سیرت او تاریخ

له کافرانو سره د دوستی شرعي حکم (دویمه برخه)

لیکوال: مولوي عبدالحکیم حمدي

د روانې موضوع په أړه دڅو مشهورو اومخورو مفسیرینو نظر: (۱): قال ابن جرير الطبري رحمه الله : في تفسير قوله ” لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياء ” :

(والصواب من القول في ذلك عندنا أن يقال: إن الله تعالى ذكره نهى المؤمنين جميعا أن يتخذوا اليهود والنصارى أنصارا وحلفاء على أهل الإيمان بالله ورسوله وأخبر أنه من اتخذهم نصيرا وحليفا ووليا من دون الله ورسوله والمؤمنين فإنه منهم في التحزب على الله وعلى رسوله والمؤمنين وأن الله ورسوله منه بريئان).

وقال: (القول في تأويل قوله تعالى “ومن يتولهم منكم فإنه منهم” يعني تعالى ذكره بقوله “ومن يتولهم منكم فإنه منهم” ومن يتول اليهود والنصارى دون المؤمنين فإنه منهم ، يقول: فإن من تولاهم ونصرهم على المؤمنين فهو من أهل دينهم وملتهم؛ فإنه لا يتولى متول أحدا إلا وهو به وبدينه وما هو عليه راض، وإذا رضيه ورضي دينه فقد عادى ما خالفه وسخطه وصار حكمه حكمه)

ژباړه: علامة ابن جریرطبري رحمه الله د دغه آیت کریمه : لا تتخذوا الیهود الایة …….. په تفسیر کښې فرمائې: پدغه هکله حقه خبره زما په نظر دادی چې وویل شي، الله تعالی واړه مؤمنان له دې څخه منعه کړي دي چې یهود اومسیح مرستندویان ونیسي او له هغو سره د مقابل لوري د مقابلې لپاره تړون وکړي چې مقا بل لوری په الله او د هغه په رسول صلی الله علیه وسلم ایمان لرونکي وي.

(د حلیف جمعه حلفاء) راځي،هغه مرستندوی ته وائې چې د یوه تړون له مخې له خپل تړون کونکي سره د د ښمن په مقابل کښې هررنګه مرسته کوي،) اوالله تعالی دا خبر ورکوي چې که چا له الله تعالی او دهغه له رسول او مؤمنانو څخه پرته، کفارمرستند ویان، حلفاء او دوستان ونیول نو بې له شکه هغه له هغو( کفارو) څخه دی، دغه کس دالله تعالی او دهغه رسول او د مؤمنانو په مخالف ټولي کښې دی او بې له شکه الله تعالی او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم له هغه څخه بیزاره دي، اوعلامة ابن جریررحمه الله د الله تعلی د دغه قول په تاویل کښې داسې فرمائې: ( قول الله تعالی ومن یتولهم منکم فانه منهم) یعنې الله تعالی دغه کس چې له مسلمانانو پرته له یهودواومسیحو سره دوستي کوي داسې یاده وي چې دغه کس له هغو څخه دی،هغه فرمائې بې له شکه هغه څوک چې هغوی (یعنې یهود اومسیح) په دوستي سره نیسي اود مسلمانانو په مقابل کښې د هغومرسته کوي نو دغه کس دهغو په دین اوعقیده دی ، داځکه یودوست هم له چاسره داسې دوستي نکوی مګرهلته چې دهغو په دین وي اوپدغه دین خوښ وي، کله چې په هغې دوستي اوپه هغه دین خوښ شو نو بې له شکه ئې له هغه چاسره دښمني وکړه چې د هغو مخالف وي اوهغه ئې ناراضه کړنود(دغه کس) حکم هم دهغه چا شو چې تولاء ئې ور سره وکړه.

[ وقول الله تعالی: لايتخذالمؤمنون الكافرين أولياء من دون المؤمنين ومن يفعل ذلك فليس من الله في شيء “.] قال علامة طبری رحمه الله فی تفسیر هذه الآیة: وهذا نهي من الله عز وجل المؤمنين أن يتخذوا الكفار أعوانا وأنصارا وظهورا :ومعنى ذلك: لا تتخذوا أيها المؤمنون الكفار ظهرا وأنصارا توالونهم على دينهم وتظاهرونهم على المسلمين من دون المؤمنين ،وتدلونهم على عوا راتهم، فإنه من يفعل ذلك فليس من الله في شيء، يعني بذلك: فقد برىء من الله وبرىء الله منه بارتداده عن دينه ودخوله في الكفر.

ژباړه: اودغه قول دالله تعالی: ندې نیسي مؤمنان کافرانو لره په دوستي سره بې له مؤمنانو څخه اوکه چا دغه کړنه ترسره کړه نو هغه له الله سره په هیڅ کښې ندی،( یعنې الله له هغه څخه اوهغه له الله څخه بیزاره دی،) علامة طبري رحمه الله د دغه آیت په تفسیر کښې فرمائې: دغه دالله له لوري منعه راغلي ده مؤمنانو لره چې کفارملګري، مرستندویان اوامدادګر مه نیسی او د دې معنا داده چې مه نیسی ای دایمان څښتنانو کفار په معاونت اونصرت سره، تا سو له هغوسره دوستي کوی دهغو په دین باندې اودهغو معاونت کوی د مسلمانانو په خلاف ما سوا له مسلمانانو څخه او هغو ته خبر ورکوی دمسلمانانو په رازونو با ندې، نوکه چا دغه کار ترسره کړ نوهغه له الله سره په هیڅ شي کښې ندی، یعنې د دغه (کار) له أمله، بې له شکه هغه له الله تعالی څخه بیزاره دی اوالله تعالی له هغه څخه بیزاره دی، دهغه له دین څخه د ګرځیدلواوپه کفرکښې د داخلید لو له أمله.

له کافرانوسره د ملتیا، مرستې اویو والې په أړه داسلامي أمت د نامتو عالمانو أقوال او فتوا:

(۲) : قال ابن حزم رحمه الله: أن قوله تعالى “وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُم” إنما هو على ظاهره بأنه كافر من جملة الكفار ، وهذا حق لا يختلف فيه اثنان من المسلمين.

ژباړه : علامة ابن حزم رحمه الله فرمائې : بې له شکه دغه قول دې الله تعالی ، چاچې له دوی سره دوستي وکړه له تا سو څخه نو هغه دهغوی له ډلې څخه دی،په ریښتیا سره دغه ظاهر مراد دی پداسې شان سره چې دغه کس یوکا فردی د کفا روله ډلې څخه، او دا حق خبره ده چې په دې کښې دوه مسلمانان هم اختلاف نلري.

(۳):؛ قال شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فی مجموعة الفتاوی رقم ۱۷/۱۸/۷: قوله تعالى “تَرَى كَثِيراً مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ ، وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنَّ كَثِيراً مِنْهُمْ فَاسِقُونَ” فذكر جملة شرطية تقتضي أنه إذا وجد الشرط وجد المشروط بحرف (لو) التي تقتضي مع [انتفاء] الشرط انتفاء المشروط ، فقال “وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ” فدل على أن الإيمان المذكور ينفي اتخاذهم أولياء ويضاده ، ولا يجتمع الإيمان واتخاذهم أولياء في القلب ، ودل ذلك على أن من اتخذهم أولياء ما فعل الإيمان الواجب من الإيمان بالله والنبي وما أنزل إليه.

ومثله قوله تعالى (لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ) فإنه أخبر في تلك الآيات أن متوليهم لا يكون مؤمنا ، وأخبر هنا أن متوليهم هو منهم ، فالقرآن يصدق بعضه بعضاً)

ژباړه: علامه ابن تیمیه رحمه الله په مجموعة الفتا وی کښې فرمائې: ته وینې ډیر له هغو څخه چې دوستې کوي له هغوسره چې کفار دي، خامخا ډیر بد دي هغه څه چې د دوی نفسونو د دوی لپاره وړاندې لیږلي دي هغه داچې الله په دوی غوصه دی اوهغوبه په عذاب کښې تل پاتې وي، اوکه چیرته دوی په الله اوپه رسول الله اوپه هغه (کتاب) چې هغه ( رسول الله ) ته نا زل کړی شوی دی ایمان لرلی نو هغوی ( کفار) به ئې په دوستي سره نه نیول خوډیر ئې بد کاره دي.

دلته ئې جمله شرطیه ذکر کړې ده، جمله شرطیه دا غواړي چې کله شرط موجود شي نومشروط ورسره موجو دیږي، د (لو) په توري سره، هغه چې په نه شتون د شرط سره مشروط هم نه موجود یږي، نوالله فرمایلي دي، ولوکانویؤمنون بالله آلآیة ….. نو دا دلالت کوي پدې خبره چې دغه ذ کر ایمان ( یعنې ایمان په الله او دالله په رسول او په هغه کتاب چې الله نازل کړی دی خپل رسول ته ) له هغوی(کفارو) سره دوستي نه منی اوضد ئې دی، ایمان او له هغوسره دوستي په یوه زړه کښې نشي سره یوځای کیدلی، نو دغه خبر پدې دلالت کوي چې چا هغوی( کفار) په دوستي سره ونیول هغه دواجب ایمان سره سم عمل ترسره نه کړ، هغه (ایمان) چې په الله او دالله په رسول اوپه هغه (کتاب) چې رسول الله ته نازل شوی دی ،اودغه رنګه دا قول دالله تعالی ( لاتتخذوا الیهود … الایة) بې له شکه هغه ( الله تعالی ) پدې آیت کښې خبر ورکړی دی چې له هغوسره دوستي کونکی مؤمن ندی او داخبر ئې ورکړی دی چې له هغوسره دوستي کونکی دهغو له ډلې څخه دی، نو قرآن کریم ځینې د ځنی نوروبرخو تصدیق کوي،… همدغه رنګه شیخ الاسلام علامه ابن تیمیه رحمه الله په ( أقتضاء الصراط المستقیم ) کښې فرمائې: الله سبحانه وتعالی دا خبره روښانه کړې ده، چې په الله تعالی ایمان اودهغه په رسول اوپه هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی دالازمه وي چې له هغو (کفارو) سره به دوستي نوي، نوکه دوستي ورسره وشوه بیا ایمان نشته ځکه دلازم نشتوالی د ملزوم نشتوالی لازمه وي ( یعنې دکفاروپه دوستي سره ایمان له منځه ځي)،همدغه رنګه حافظ ابن تیمیة رحمه الله په مجموعة التاوی/۱۸/۳۰۰/ کښې وروسته دالله تعلی له دغه قول څخه ( یاأیهاالذین آمنوا لاتتخذوا… الایة) لیکي:

(فالمخاطبون بالنهى عن موالاة اليهود والنصارى هم المخاطبون بآية الردة ، ومعلوم أن هذا يتناول جميع قرون الأمة، وهو نهى عن موالاة الكفار وبين أن من تولاهم من المخاطبين فإنه منهم،)

ژباړه: نو هغه چې د یهودو اومسیحوله دوستي څخه هغوته په منعه خطاب شوی دی هغه د – ردت- (یعنې دکفر) په آیت سره مخاطب شوي دي، اودا واضح دی چې دغه ( حکم) ټولوزمانواو وختونو دأمت لره شامل دی،هغه دادی چې د کفاروله دوستي څخه منعه شوي ده اود دې خبرې څرګند ونه ده چې چا له مخاطبینوڅخه له هغو(کفارو) سره دوستي وکړه نو دغه کس دهغوله ډلې څخه دی.

وقال شیخ الاسلام علامة ابن تیمیة رحمه الله في اختیاراته: (من جمز إلى معسكر التتر، ولحق بهم ارتد ، وحل ماله ودمه ):

ژباړه: او شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله په خپلو مختاراتو کښې فرما یلي دي:څوک چې د تاتاریانو فوځي پنډ غالی ته وروځغاښت اوله هغو سره یوځای شو له دین څخه واوښت(یعنې کافرشو) مال اووینه ئې حلال دي،(مال ئې ولجه او وینه ئې بې پوره ده)

نور بیا …

لومړی برخه دلته ولولئ

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنفی

قدرمنه داهم ولوله والآية نهي عن موالاة الكافرين دون المؤمنين باعتبار القيد أو مطلقا ، والموالاة تكون بالظاهر والباطن وبالظاهر فقط ، وتعتورها أحوال تتبعها أحكام ، وقد استخلصت من ذلك ثمانية أحوال : الحالة الأولى : أن يتخذ المسلم جماعة الكفر أو طائفته ، أولياء له في باطن أمره ، ميلا إلى كفرهم ، ونواء لأهل الإسلام ، وهذه الحالة كفر ، وهي حال المنافقين ، وفي حديث عتبان بن مالك : أن قائلا قال في مجلس رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : ( أين مالك بن الدخشن ) فقال آخر : ذلك منافق لا يحب… نور لوستل »

حنفی

قدرمن مولوی صاحب: دا هم ولوله . لږ سترګی خلاصی کړه په داسی حساسه موضوع کی د یو متشدد د نظر په ترجمه کولو موضوع نه خلاصیږی که چیری ستا د دی لیکنی له کبله د یو مسلمان وینه تویه شی آیا د مسئولیت منلو ته یی تیا یی؟؟ دا بل هم ولوله دا د سلفو نظر دی: – قال شيخ الإسلام ابن تيمية (الفتاوى:28/201) : “فمن كان من الأمة موالياً للكفار من المشركين أو أهل الكتاب ببعض أنواع الموالاة ونحوها ، مثل : إتيانه أهل الباطل واتباعهم في شيء من مقالهم وفعالهم الباطل كان له من الذم والعقاب والنفاق… نور لوستل »

فرید جان

تر ټولو لمړی د حمدی صاحب او نورو هغو متقی اسلامی پوهانو څخه مننه کوو چه د مسلمانانو دپوهولو او منافقینو د رسوا کولو د باره یی بډی راوهلی له چار ترس او بیم نه لری څه چه حقایق دی بی له کمولو او زیاتولو هغه وایی الله ج دی اجرونه ورکړی مونږ د دوی لیکنی پرله پسی لولو سل په سلو کی په قران او احادیثو تکیه لری. مسلماناو ورونو دا مه هیروی چه ننی استعماری نړی ( چه اکثریت یی یهودان او عیسویان دی ) چه د اسلامی نړی سره جنګیږی د حنفی او خان محمد به شان… نور لوستل »

wali khan

بس یواځی فرید جان او لیکونکی جنتیان دی، نور که هرچا هرڅه ولیکل بیا کا فردی.دورتنی لیکنه ډیره ښه ده خو کا ش چی زمونګ افراطی دوستان به دی ځان پوه کړی،دابعضی ملګری ځآن لپاره ډیر ښه دلایل برابره وی ، پورتنی لیکنه کی واضخ ډول ویل شوی دی چی که چا دیو مسلمان په مقا بل کی دکغر سره مرسته وکړه خو هغی سره جنګ کول راوه دی چی ننی ورونه بیا دا نه تطبقه وی، ځکه اولنی هیواد چی امریکا یانو سره په افغانستان با ندی دحملی هراړخیزه مرسته وکړه کفرستان وه دافغانستان دهر ولایت او هر کو… نور لوستل »

mayak khan

حنفي صاحب اسلام علیکم؛ له نظر څخه مو مننه:خو ګرانه دغه موضوع ما دخلکو دپوهاوی لپاره روانه کړې ده او دا دعوا هم نکوم چې زه ئې مؤ لف او یا مصنف یم لکه څرنګه چې تاسو دنورو علماء اقوال ذکر کړي دی ما هم داسې اقوال را غونډ کړی دی، پدېکښې دتشد د او متشد د خبره مطرح ندی بلکه حق ته کتل أړین دي، خو دا خبره ماته ډیره دتعجب وړ دی چې تاسو دغوصریحو نصوصو ته تا ویلات لټوی او موخه مو دهغو خلکو د ژوند ژغورل دي چې له کفارو سره یوځای دمسلمانانو خلاف کړنې ترسره… نور لوستل »

حنفی

قدرمنو ورونو : السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته لومړی مو په دې پوهول غواړم چې زه خپل شخصی کار لرم د لاسپوڅي نظام يوه پیسه می نه خوړلی او نه په کې کار کوم او نه مې يوه ورځ په کې کار کړی دی، نو له عادت سره سم له ټاپو څخه مو معذرت غواړم قدرمنو: زه ډيرو بحثونو او جنجالونو ته وخت نلرم او نه یی غواړم ما یوازې ستاسی لپاره د يو شمیر موثقو علماوو اقوال رانقل کړل جې ويې لولی او اعتدال ته راشی ، ما جې د کومو علماوو اقوال رانقل کړی دی هغوی نه په… نور لوستل »

mayak khan

حنفي صاحب له نیکو مشورومو منندوی یم ما هم دغه لیکنه په چا باندې دحکم کولو له مخې ندی پیل کړي او لکه څرنګه چې تاسو دعلماء اقوال را نقل کړي دی ما هم دعمده او کره مفسیرینو اقوال او دمشهورو علماء اقوال او نظریات راغونډ کړي دي، نو دغه فیصله به لوستونکو ته پریږدو چې دکومو علماء په قول ئې عمل کولو، پاتې شوه دټابو خبره ما کله هم په تاسو ټاپه نده لګولي خو یوڅو پوښتنې مې کړې وي هغو ته موځواب ندی ویلی. بله خبره دا دی چې نن هر هغه څوک چې له کفارو سره په… نور لوستل »

شریف

ځینی ډالرو دومره سرسامه کړی چه د خلکو په تیرویستلو سربیره د الله ج د تیرویستلو هڅی هم لری په هغو مسایلو یا احکامو کی چه مونږ ښکاره او صریح قرانی ایتونه لرو هلته د مفتیانو او مجتهدینو اجتهاد او فتوو ته څه اړه ده ؟ اجتهاد او فتوی په هغه مسایلو کی اړه ده چه هلته صریح ایاتونه او احادیث شتون نه لری . هو د قرانی ایتو شاه نزول ، تعبیر او تفسیر د علماوو ارزونو او څیړنو ته اړه ده ، مګر علما د هغو ایتو سرچپه ارزونو حق هم نه لری که یی وکړی هغه یا… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x