نظــر

روانه،تاریخي، اوږده، صلیبي جګړه!

جابر نعماني

په دې کي هیڅ شک نسته چي روانه جګړه صلیبي جګړه ده، د مسلمانانو پر خلاف ده، دا جګړه له هغه وخته څخه په مختلفو بڼو، او شکلونو راپيل شوې چي اسلام پخپل حقانیت، او معقولیت د علم او عرفان په معرکه کي مات ګوډ تحریف دینونه، او خود خواه نظریات مات کړل، او اولسونه يې د خلقت مقصود د پر حق معبود عبادت،  په انسانیت کي پرمختګ، او سوکاله ژوند ته هوس کړل.

دا ازلي او پخه جګړه تاریخ لري، هيڅوک دا حقیقت نشي مسخ کولای، او نه يې  له اوږدي تاریخي مخیني انکار ممکن دی، دا حقیقت دی چي د صلیبي جګړي پر وړاندي د مسلمانانو فکري، او نظامي تیاري ډير وخت لکه د صلیبیانو او ایتلاف يې د مسلمانانو پر وړاندي هومره منظمه، متحده، او مسلسله نه وه، مونږ مسلمانان باید ومنو چي غلفتونو مو کړيدي، د جګړې د تمدید او نورو لاملونو  له ډاره مو حقیقت صرف نظر کړیدی، مونږ د یهودانو، او نصاراوو دښمني سطحی اخیستې ده، او تر ننه هڅه کوو له دغه حقیقت څخه تيښته  وکړو.

مونږ جګړه نه خوښوو، جکړه، او انسان وژنه د طبیعت پر خلاف د بشریت پر ضد، فتنه پارونکي، وژونکي، او مردود عمل دی، هو بې شکه! پر مونږ تل جګړه راتپل شویده، مونږ هیڅ وخت بلاموجب، او له لامل پرته جګړه نه ده پيل کړې، مونږ جګړه نه انتخابوله که کفارو او غلامانو يې بله لار راته پريښي وای،  که مونږ جګړه اوږدمهالي او ترقیامته غځيدونکې ګڼلي وای نو ممکن نن مونږ هم په هره برخه کي جګړه پاللای، لکه کفار چي يې کوي جګړه به مو اکمالولای، او اورونو ته به مو لمني وهلای، او په پایله کي به مسلمانان تر یو حده د کفارو له ظلمه خلاص وای، مستقل به وای، بلکه ځمکي به یې د کفارو لاسونو ته نه لویدلای، او مستعمره به نه وای.

مونږ دا جګړه اګنور کړي ده، او ښه پوهیږو دا حکمت او سودمنه پريکړه نه وه، هو نه ده! ځکه دغه اګنور مونږ د الله جل جلاله د غضب او عذاب مستحق ګرځولي یو، مونږ پخپل لاس په ځان وکړل، جهاد زمونږ د عزت او برم یواځينی ضامن الهي حکم وو، خو مونږ د ډیرو ناسمو حکمتونو، مصلحتونو، او خوشباوریو له امله د دې محکم حکم حکمت او راز صرف نظر کړ…. الله دي مونږ ته معافي وکړي.

زمونږ غفلت د ټولو هغو ځواب دی چي جګړه پر مسلمانانو تپي، کفار له یوې ماتي وروسته بیا ځان سمبال کړي، او بیا یرغل وکړي، او  دا سلسله دا ده جریان لري، او لا به تر قیامته روانه وي، مسلمانان سره له دغه چي بله چاره نه لري، او جګړه ورباندي تپل شویده د جګړو لاملین نه دي، مونږ د تیرو څو پيړیو صلیبي او یهودي تاړاکګرو تاړاکونو ژبون ساتلي یوو، مونږ ډير وژل شوي یو، د جګړي د اوږدولو لپاره نه امکانات لرو، نه خلګ، نه پيسي، او نه سنګر.

دغه صلیبي جګړه یواځي بدني نه ده….

… او نه حتمي ده چي له دښمنۍ او جګړې څخه وسلوالي نښتي او وژني مراد شي، بلکي  دا اساساً د ارادو، عقلونو، او اذهانو جنګ دى چي زياتره له وسلوالو جګړو پرته د ژوند په نورو برخو کي  روان وي، دا د فکري، سياسي، مطبوعاتي،  فرهنګي او ادبي، اجتماعي، او اقتصادي ډګرونو جګړه ده، در اصل نظامی زور ازموینی خو د دي جګړي یوه برخه ده.

دا فکر چي دا جګړه فقط په یوه برخه کی روانه ده سراسر ناسم دی، جګړه دومره اسانه چیرته وه؟ هر څومره چی د جګړي په عمق پوهیږو همدومره راباندي واجب ده تر څو يې وکړو.

الله جل جلاله فرمايې: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (التوبة٧٣)

ژباړه: اى نبي! د کافرانو(سره په وسله) او د منافقانو سره (په ژبه او دليل، په بشپړ ځواک او پوره مړانه) جهاد وکړه ( څو دوى له کفر او نفاقه راوګرځوې)، او(د دواړو ډلو سره) ډېر سخت چلند وکړه (او هيڅ نرمښت مه ورسره کوه او رحم مه پر کوه، ځکه دوى د دې وړ دي)، د هغو د اوسېدو ځاى (په آخرت کي) دوږخ دى او دا(دوږخ) دورتلو ډېر بد ځاى دى.

( جَاهِدِ الْكُفَّارَ) ټول کوښښ او جهد دي د کفارو او منافقانو سره په  جګړه کي په کار راوله، جهاد د دښمن په وړاندي د ننګي او دفاع په لار کي د ټولو کوښښونو، وس او هلو ځلو په کار اچولو ته وايي.

لوی څښتن چي جهاد مشروع کړی دی يوازي يې پر مرګ ژوبله نه دي رالنډ کړی، جهاد هم په لاس دی، هم په دعوت، دليل، ژبه، رایه، تدبيراو صناعت، نو جهاد په هر هغه څه چی ممکن وی واجب دی.
د کفارو سره جهاد او د هغوی سره سخت برخورد يوازي په توره پوري محدود نه دى، بلکي په دې لار کي په  شتو او سرښندنه، ژبه، قلم، دعوت، صنعت، تخنیک، اقتصاد، کلتور، منطق، او د پوهي او استعداد په کار اچولو او اسلامي دفاعي سياست کولو سره ټولي هلي ځلي چي د غليم د نيواک د طردېدو، د هيواد د خپلواکۍ، د اسکېرلو انسانانو د ژغورني او د اسلامي واکمنۍ د ټينګښت لامل کيږي، دا ټول جهاد او سخت برخورد دی.

نو څنګه چي باطل پال کفار دغسي تېرى کوونکى خصلت لري او هر مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د جګړې اورونه بلوي، نو په کار داده چي ټول مسلمان امت هر فرد د کفارو د دغو مکرونو او تجاوزونو سره د مقابلې په موخه په ټولو ډګرونو کي د اوږده مهال لپاره چمتو اوسي او هر څوک چي په دې چارو کي په ځان، مال، ژبه، علم او پوهه او داسی اعمالو چي د ملي مبارزينو د نصرت او ملاتړ لامل سي برخه اخلي مجاهد في سبیل الله دی او انشاء الله نصرت، او بری يې ازلي برخه ده.

مسلمانان له دغه غفلت، او د شاته بوتلونکي صحرايې حالته څخه يواځي په یوه ډول ځانونه ژغورلای شي چي د جګړي اړتیا درک کړي، د اوږد مهالي، او نسلونو ته د پاته کیدونکي جګړې، د علني، او اعلامي، او نظامي جګړې اړتیا!  کله چي دا اړتیا درک شول نو بیا باید تیاري ولرو د بحث په داسي پیل چي د اسلام، او اسلامي خاوري څخه د مدافعینو د روزني له مراکزو څارنه پيل کړو، اصلاح يې کړو، او ورته متوجه شو تر څو داسي فوځونه وروزو چي په هره برخه کي د هر راز دښمن پر  وړاندي هر راز مقابلي ته تیار وی، کاش د دښمن پر وړاندي د مسلمانانو د یوه داسي فوځ ابتکار وشي چي له دغه ابتکار وروسته تر قیامته د صفحي مخ له دفاعي حالته تعرضي ته بدل کړي، او دا ممکنه ده.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x