افغانستان

په سپین بولدک کې چاودنې سرحدي پولیسو ته مرګ-ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوې بمي چاودنې له امله پوله ساتو عسکرو او ملکي وګړو ته مرګ-ژوبله اوښتې.
د خبر له مخې دغه چاودنه نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدضیا درانی وايي، چاودنه هغه مهال شوې، چې له سیمې څخه سرحدي پولیس د تېرېدو په حال کې و.
په چاودنه کې یوه سرحدي پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي او شاوخو اووه تنه نور عسکر ژوبل شوي هم دي.
د سپين بولدک ولسوالۍ د روغتون یوه مسؤل ډاکتر په خبره، دوی ته د یوه پولیس او یو تن ملکي وګړي مړي او د اوه تنه نور ژوبل پولیس ور وړل شوي، نوموړي په زخمیانو کې د ډیریو روغتیايي حالت نازک وښود.
د پېښي پړه تر دې شیبې چا په غاړه نه ده اخیستې.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x