شعـــــرونه

غزل – پاکيزه ژمنه

د شپې له غېږي وتې وم سبا ته رسېدمه
تيارې وې ختمې شوې او رڼا ته رسېدمه

د وخت د مجبورۍ ځنځیر مې پښې وې راتړلې
ګنې نو باور وکړه چې زه تاته رسېدمه

په خپله به مې ځانته دمرګي لارې کتلې
يو وخت وو د دردونو انتها ته رسېدمه

نږدې وو چې بهار شمه د چا په خزان ژوند کې
نږدې وو چې باران شمه صحرا ته رسېدمه

ما “ژمنه” تنهاي سره وه کړې د عمرونو
نه څوک به کله ماته، نه زه چاته رسېدمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x