نظــر

د غني او عبدالله ډرامه

ډاکټر فیض محمد ځلاند

په افغانستان کې د تصویري رسنیو په راتګ سره د ډرامو بازار ورځ تر بلې په ګرمیدو دی. تر ډیره بریده د هندوستان او ترکیي ډرامې ډیرې مشهوري دي. تر ټولو مشهورې ډرامې هغه دي چې په کې جګړې، تاوتریخوالی او د جاسوسي کړیو کرکټرونه په کې راغبرګیږي او یا هم د کورنیو ستونزو چې د بنو او یا هم د خواښې او نګور ترمنځ ټکرونه په کې تصویري شوي وي. د ملي وحدت د حکومت رامنځته کیدلو توجیه هم د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي نکاح د بحث په توګه زمزمه کیږي، بهرنۍ رسنۍ چې کله هم د ملي وحدت د حکومت له ناکامۍ څخه بحث کوي د «طلاق» د کلیمي او د «ناکام واده» اصطلاحات ورته راوړي.

د ملي وحدت د خطرناکې ډرامي اساسي کرکټرونه غني او عبدالله د ملي وحدت د ډرامې په کردارونو له هر بل چا ښه پوهیږي، جان کیري چې کله دا ډارمه لیکله، د همداسې پیاوړي کرکټرونو په لټه کې ووچې بلاخره یې انتخاب ډیر بریالی ترسره کړ.

د ملي وحدت د حکومت د ډارمي هندسې جوړښت

ډرامه په تخلیقي ادب کې د ژوند نقل او کړنو، د فطرت هېنداره یا د حقیقت انعکاس ته ویلی کیږي. ډرامې د تاریخ په اوږدو کې د ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او کلتوري ستونرو د سپړلو، را برسیره کولو او نقدولو لپاره لیکل شوي او وړاندې شوي دي. تر ډیره بریده ډرامې لکه فلمونه د ذهنیت جوړونه، د فکري استعمار، د کلتوري یرغل او د هیوادونو د ایلولو لپاره په سیاسي او اقتصادي ډګر ترې ګټه پورته شوي ده. له دې امله د ملي وحدت د حکومت د رامنځته کیدو ډرامه د همداسې اهداف د پرمختګ د پاره په ۲۰۰۹ کې ولیکل شوه، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي یې د عملي کیدو په وړاندې مقاومت وکړ، د دې ډرامې د سناریو د رامنځته کولو لپاره په ۲۰۱۴ کې یو ځل بیا یو بریالی کوښښ وشو، او دا ځل غني او عبدالله د دې ډرامې د بریالي عملي کیدا ټټر وواهه او دا دی د افغان انسان د سر په قیمت د ډرامې هر پړاو په مخ روان دی.

د ډرامې مکالمه!

لکه څنګه چې د ډرامي مکالمې لنډې او پیچلې کلمې او بحثونه د تلوسې د زیاتوالي لپاره په کې استعمالیږي دارنګه د غني او عبدالله ترمنځ د مکالماتي تاوتریخوالي سبب همدا بللی شو چې دوی په لنډو، تندو او نیغو نیوکو د افغان مظلوم ولس تلوسې او احساساتو سره لوبې کوي.

غوټه!

په ډرامه کې غوټه او ابهما د ډرامي د لیدلو او کتلو تلوسه را ټوکوي. جان کیري د ملي وحدت د ډرامي غوټه د سیاسي هوکړه‌لیک پر ځمکه کې نغښتی دی، د ملي وحدت د حکومت د غوټو جوړښت ډیر جالب دی، د غني او عبدالله ترمنځ د واک له ویش څخه نیولي، د وزیرانو تر ګومارني او بیا دا دی د بودیجې په اړه د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ ډانډس خپله د دې غوټو د اچولو بحث دی. د ملي وحدت په ډرامه کې، کله کله د دې غوټې د را سپړیدو لپاره د غني او عبدالله ترمنځ اختلاف داسې سرحد ته ورسیږي چې فکر کیږي د رواني ډرامي غوټه به را وسپړیږي او ډرامه به خپل اوج (کلایمکس) ته لاره پیدا کړي، کلایمکس چې د ډرامي د تلوسې اوج دی، چیرته چې د ډرامې کرکټرونه خپل وروستې کردارونه په بیخې لوړ کیفیت وړاندې کوي، خو د ملي وحدت د حکومت د ډرامي د کلایمکس کیسه لکه چې لا هم په خیال کې بنده بریښي.

د ډرامې اوج!

د ډرامي د اوج لپاره د ټکرونو وجود لازمي ګڼلی کیږي، په دې مانا چې د ډرامي د اصلي کرکټرونو ترمنځ د ټکر شتون په اصل کې ډرامه ځانته لیدونکي را جلبوي، دا ټکر کیدی شي دوه ډوله وي: لفظي ټکر او یا هم فزیکي ټکر. یا کیدی شي دا ټکر د وجدان ټکر وي او یا هم د کرکټرونو ترمنځ ټکر وي. د ملي وحدت ډرامه د ټکرونو له اره بیخې مالامال ده، د غني او عبدالله ترمنځ د ایډیالوژۍ ټکر، د غني او عبدالله ترمنځ د د کار او فکر کولو د توان ټکر، د کاري ټیمونو ټکر، د نظریاتو ټکر، د دې ټکرونو بیلګې بیخې زیاتي دي، چې تر دې دمه یې د ملي وحدت په سټیج ډیرې بدرنګې او په زړه پورې بیلګې وړاندې کړي دي. ددې ټکرونو محدودیت تر ډیره د مکالمو، خوابدیو او ګیلو په بڼه وړاندې شوی دی، تر اوسه پورې د ټکر ډول فزیکي ټکرونو (اخ و ډب) ته نه ده پاتې شوي، سره له دې چې د کابینې په بڼه په کې د فزیکي ټکر لومړنې بیلګې هم تر سترګو شوي دي. تیره اونې د روغتیا وزیر د خپل رییس له لورې ښه په ایماندارۍ وهل شوی، چې وروسته بیا د وزیر باډي ګاردانو ریس هم پلن کړی دی، چې اوس دواړه یو په هند او بل په کابل کې بستر پراته دي.

د غني په وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي پیښه د اولمپک په لوبو کې د ګډون په پلمه منډه وه چې پښه یې په کې ګوډه شوه، سره له دې چې د ملي وحدت په حکومت کې معیوب کسان ښه ډیر دي.

د ډرامې پای!

هغه ډرامې چې پیچلې لیکلی شوي نه وي، کرکټرونه یې د اداکارۍ وضاحت ونه لري او تلوسه او غوټې یې په منظمه توګه پر مخ نه ځي، د هغو ډرامو پای چاندانې خوندور نه وي، د ملي وحدت ډرامه له ګڼو داسې غوټو، د کرکټرونو له زیرکۍ او تلوسې ډکه ده چې لپای غوره والی یې کیدی شي ګڼ لیدونکي تر پایه ځان سره وساتي، خو کله کله یې د کرکټرونو ترمنځ لوبه دومره بیخونده شي چې لیدونکي یې د مخکې له وخته د ختمیدو هیله په زړه کې را وټوکوي. یوه خبره روښانه ده چې د ملي وحدت د ډرامي دواړه کرکټرونه (غني او عبدالله) د داسې بریالیو لوبغاړو په توګه راوړاندې شوي دي چې د دوه کاله په پوره کیدو یې لا هم خپل مینه‌وال (بهرنیان، جاسوي کړۍ، بهرنۍ ادارې، قراردادیان، مافیايي کړۍ، قاچاقبران) یې لا هم له ځان سره بوخت ساتلي دي.

د ملي وحدت د ډرامې د اصلي کرکټرونو چورلیزه لوبه، د غوسې، قهر او قربانۍ ګډوري په کې افغان مظلوم ولس دی، هغه ولس چې د دې ډرامې د اساسي لوبې د اصلي بحث او کردار د کرکټر په حیث ساتل شوی دی چې د ملي وحدت بیکاره ډرامه ټوله د افغان ولس په وژنو، چور، تالان او لوټ باندې ولاړ ده.

یا رب توفیق!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x