نړۍ

روسیه هم څلور اړخیزه غونډه جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې د امریکا له لوري د څلور اړخیزه غونډو تر ناکامي وروسته اوس روسیه غواړي چې د افغانستان د موضوع په اړه څلور اړخیزه غونډي جوړي کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف رسنیو ته ویلي چې دوی په پلان کې لري راتلونکې میاشت په موسکو کې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه مشورتي کانفرانس جوړ کړي.

نوموړي ویلي چې له دغه کانفرانس څخه به موخه داوي چې د افغانستان د موضوع په اړه د سیمي په کچه همکاري رامنځته شي.

کابلوف ویلي چې په دې اړه یې د چین، پاکستان، هندوستان او ایران د استازو سره خبري کړي او په راتلونکې میاشت کې به د امریکې د اوسني ادارې سره هم خبري وکړي.
باید وویل شي چې ددې تر مخه د امریکې په مشري د چین، پاکستان او افغانستان تر منځ په اسلام اباد او کابل کې څلور اړخیزي غونډي جوړي شوې، تر څو د طالبانو سره د سولي د خبرو لپاره مقدماتي لاري چاري ولټوي، خو دغه غونډي وروسته تر هغه ناکامه شوې کله چې طالبانو په دغه بهیر کې د ګډون کولو څخه ډډه وکړه.
باید وویل شي چې په تیره څلورو اړخیزو غونډو کې روسیه، هندوستان او ایران له پامه غورځول شوي وه خو دا ځل روسیه غواړي چې په خپل ابتکار هم ځان او هم د افغانستان ګاونډي هیوادونه په دغه بهیر کې ور ګډ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! دا چه قران فرمایی چه تاسی کفار چه یو د بل ورونه دی په دوستی مه نیسی ، دلته هغه ټول کفار نه دی هدف لکه روسان چه مونږ سره پرون ، یا انګریزان او امریکایان چه مونږ سره نن په جنګ کی دی مونږ له دوی سره نه پرون او نه نن کومه دشمنی لرله نه مو د دوی په هیوادو د دوی په شان یرغل کړی او نه مو د دوی هیواد اشغال او نه مو د دوی په داخلی چارو کی لاسوهنه لرله .دوی سره ددی زمونږ سره حتی په دوستی کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x