تر چاپ یې نه چاپ غوره بولم!

sibghatullah-sajjadصبغت الله سجاد

د هرانسان ترمړینې درې څیزونه پاتې کیږي او هغه ته یې ګټه رسیدلی شي؛ لومړی نیک صالحه اولاد دوهم عام المنفعه کارونه لکه د څښلو اوبو څاه ګانې کیندل، پلونه، سرکونه او لارې جوړول؛ دریم د علم زدکړه ښودل نورته، همداشان د یوه غوره کتاب چاپول چې په ټولنه کې یې اړتیا لیدل کیږي او زیات شمیر لوستونکي یې لولي په خپل ژوند کې ترې ګټه پورته کوي دا هم یو ډول صدقه جاریه ده، چې د کتاب لیکوال ته یې ثواب رسیږي.

په نورو هیوادنو کې د کتاب چاپول ځانګړي اصول لري هغه څوک چې کتاب چاپوي تنها د کتابخانیې تحقیق څخه استفاده نه کوي بلکې د کتابخانیي تحقیق سربیره د ساحوي او لابراتواري تحقیق په رڼا کې یې بشپړکوي، یوه موضوع ښه راسپړي تشرح کوي یې څو د یوډول موادو د خپاروي مخه نیول شوې وي.

خو زمونږ په هېواد کې عصري علومو ته د پراختیا په ډګرکې متاسفانه نه یواځې دا ټکي په نظر کې نه نیول کیږي، بلکې ډیری لیکوالان له کتابونو څخه د کاپي پیسټ په ډول موضوعات رانقلوي او په خپل نوي اثر کې ترې استفاده کوي، د دې په پرځای چې د عصري علومو د پراختیا لپاره په یوه نوې موضوع څیړنه او تحققیق ترسره کړي، د نورو ژبو څخه ترجمې وکړي، یاهم په ټاکلي موضوع کې نوښت رامنځ ته کړي له تکراري موادو او معلوماتو استفاده کوي.

په داسې حال کې د دي ډول اثارو کتابونو او رسالو چاپولو ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي، د مثال په توګه د ژورنالیزم مسلک کې په (خبرپیژندنه) باندې کتاب لیکلو لپاره لازمه نده چې له هغو کتابونو څخه موضوعات را نقل کړو کوم چې د خبر په ټولو چاپ شویو کتابونو کې چاپ شوي دي د خبر تعریف د نویو او څیړل شویو معلوماتو پربنا تشرح کړو نه په پخوانی بڼه ځکه خبر جامع تعریف نلري کیدای شي د نوي تحقیق په نتیجه کې د خبر تعریف لاښه او جامع ثابت شوی وي.

د معلوماتو کاپي پیسټ کومه څیړنه او لاسته راړنه نده بلکې د عصري علومو د پرمختګ لپاره د څیړونکي یا لیکوال د پاره اړینه ده چې د کتابخانه یې تحقیق سربیره له مشاهدې، تجربې، فلسفي، ساحوي اوبیلابیلو نورو تحقیقونو څخه استفاده وکړي.

ترڅه وخته به له یو ډول موادو نه کار اخلو دا خبره مې ځکه په ذهن کې راوګرځیدله کچیرې تاسې د ځینو مسلکونو او علومو چاپ شویو کتابونو ته متوجې شئ نو ډیری موضوعات یې یو بل ته د مأخذ په توګه نقل شوي دي؛ نوې څیړنه نده ورته شوې؛ زما په اند د داسې اثارو او کتابونو چاپول او بازار ته عرضه کول مهم ندي او نه یې هم ضرورت تر سترګو کیږي هسې د وخت ضایع کول او شهرت ترلاسه کول دي. کوم مواد او معلومات چې پدې ځینو کتابونو او رسالو کې راوړل شوي وي، هغه لوستونکو مخکې له مخکې لوستلي وي.

ومن الله توفیق

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د