افغانستان

اشرف غني: د هبت الله اخندزاده نوم په تور لیست کې شاملول او د ګلبدین حکمتیار ایستل غوښتي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د یوه پلاوي سره د لیدني پر مهال د هغوی څخه غوښتي چې د طالبانو نوي مشر هیبت الله اخوندزاده نوم دي په تور لیست کې شامل کړل شي او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم دي له دغه لیسته وایستل شي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تیره ورځ غرمه ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې یوه پلاوي سره وکتل چې مشري یې «جراډون بوهیمن» کوله.

تور لیست چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري جوړ شوی په کې د طالبانو او حزب اسلامي هغه مشران ځای پر ځای شوي چې تر اوسه یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد د مقاومت لاره غوره کړې.

په دې وروستیو کې د حزب اسلامي او ګډحکومت تر منځ د سولي تړون وشو چې له امله به یې حکومت د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه باسي او په جواب کې به یې د حزب اسلامي ډله خپل ټولي اړیکي د طالبانو، داعش او القاعدې سره پرې کوي، د امریکایانو پر وړاندي وسلوال مقاومت به غندي، ګډحکومت به مني او په سیاسي نظام به ور ګډیږي.

اشرف غني د ملګرو ملتونو د پلاوي سره په کتنه کې په دې اړه وویل: «حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامې مندرجاتو ته ژمن یوو او د یادې موافقتنامې د تطبیق په برخه کې مو همکاري غواړو».

په خبرپاڼه کې راغلي: «جمهوررئیس غني تروریزم سره پر دوامدارې مبارزې د ټینګار تر څنګ له ملګرو ملتونو وغوښتل چې تروریزم ته د یو منځمهالي او اوږدمهالي تهدید په سترګه وګوري. هغه زیاته کړه: موږ غواړو د ملګرو ملتونوسازمان د تعزیراتو په لست کې د طالبانو د مشر ملا هیبت‌الله په ګډون د تروریستانو نومونه درج شي».

باید وویل شي چې د طالبانو او افغانستان د اوسني او مخکني حکومت تر منځ د مخامخ لیدو او مذاکراتو تر ټولو لوی خنډ همدا تور لیست بلل کیږي چې د ملګرو ملتونو او امریکا له لوري د طالب مشرانو پر ضد ترتیب شوی.

طالبانو په هغو نړیوالو څیړنیزو غونډو کې چې د افغانستان د سولي د بهیر پيلولو لپاره جوړي شوي، تل ټینګار کړی چې ددوی د مشرانو نومونه دي لومړی له تور لیست څخه وایستل شي، تر څو د مذاکراتو او خبرو اترو لپاره ازاد تګ راتګ وکړای شي، بیا به خبري پيلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

لکه یوه فاحشه چه په لونډانو لاپی وهی ، غنی چه په پشتو خبری کوی زه وایم کشکی غنی پښتو زده نه وی او یا زه پشتون نه وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x