fbpx
سلب صلاحیت شوي وزیران

د وزیرانو استیضاح د ګډ حکومت بله افتضاح

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

پر نورو سلګونو ستونزو او ننګونو سربیره په دې وروستیو کې د ولسي جرګې لخوا د ګډ حکومت د کابینې د غړیو استیضاح او د ځینو سلب اعتماد هم ور اضافه شوی دی.

تر اوسه پوري د پارلمان له لوري له نهو تنو استیضاح کړل شویو وزیرانو څخه یې۶ تنه سلب اعتماد شوي.
ولسي جرګه غواړي ۱۸ تنه هغه وزیران استیضاح کړي کومو چې تر اویا سلني کمه پرمختیایي بودجه مصرف کړې ده.

که له پیله د ملي یووالي حکومت کارونو ته وکتل شي نو په ډیرو مواردو کې یې خپله حکومت د ځان لپاره مشکلات راپیدا کړي دي.

د دغو مشکلاتو له جملې څخه لومړی دا و چې د حکومت مشران په دوو کلونو کې د کابینې د غړیو د ټاکني پر سر توافق ته نه رسیدل ، اوس چې ایله دوه میاشتې یا تر هغه هم کم وخت د کابینې له تکمیل نه پوره شوی اوس بیا ولسي جرګه د حکومت د مقننه ځواک په حیث د وزیرانو د سلب اعتماد ستونزه پیل کړې ده.

په دې کې شک نشته چې ولسي جرګه په قانوني لحاظ لکه څرنګه چې وزیرانو ته د اعتماد ورکولو صلاحیت لري په هماغه ډول د هغوی د استیضاح او سلب اعتماد صلاحیت هم لري. خو هغه په داسې یوه هیواد کې چې حالات نورمال او هرڅه په عادي وضعیت کې قرار لري.

د افغانستان غوندي په یوه بي ثباته او لانجمن هیواد کې چې حکومت یې د بهرنیانو له لوري د اساسي قانون خلاف په دوو برخو ویشل شوی وي، د اجرائي کړنو صلاحیت يي فقط تر ښارونو او څو سرکونو پوري محدود وي ، ولسمشر یې له مرستیال او مرستیال یې له اجرائیه مشر سره په مقابله وي جګړې وي ، نا امني وي هلته به څرنګه شونې وي چې د حکومت وزیران خپله انکشافی بودیجه پر خپل وخت مصرف کړي؟

شنونکي په دې باور دي لکه چې په هیواد کې د نورو جنجالونو تر شا د بهرنیانو لاس دی هماغه شان د پارلمان لخوا د وزیرانو د استیضاح او بیا سلب صلاحیت کولو پروسه هم یو بهرنی لمسون چې هدف ترې د ګد حکومت مزید بیواکه او بي اهمیته کول دي.

ځکه همدا اوس لیدل کیږي چې د صلاح الدین رباني د سلب اعتماد په اړه ولسمشر او پارلمان په تقابل کې دي. که د ښاغلي رباني په شمول د سلب اعتماد شويو وزیرانو په اړه د پارلمان پریکړه عملي کیږي کابینه نیمګړې کیږي او که د ولسمشر مخالفت ته اعتبار ورکول کیږي پارلمان خپل قانوني اعتبار له لاسه ورکوي.

دا چې دوه نیم کاله د کابینې په پوره کولو کې تیر شول اوس به دوه نیم کاله نور د حکومت او پارلمان ترمنځ په مقابله کې تیریږي.

یوشمیر شنونکي بیا په دې نظر دي چې د وزیرانو د استیضاح پروسه خپله د ولسمشرغني په دستور پیل شوې او غواړي له دې لارې څخه د حکمتیار ځینو غړیو ته په حکومت کې د وظائفو موندلو موقع برابره کړي ، که دا انګيرنه پر ځای وي دا به لا د هیواد د بي ثباتي لامل وګرځي ځکه ليدل كيږي چې د حکومت یو لوری د حکمتیار او ولسمشرغني ترمنځ د تر سره شوې مصلحتي سولې سرسخت مخالف دی ، دا چې د مخالف لوري د وزیرانو پرځای د حکمتیار اړوند کسان د وزیرانو په حیث راوستل کیږي خامخا به هیواد نورهم له بحران او بي ثباتي سره مخ کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدرحمن زیارمل
میلمه
سیدرحمن زیارمل

وای چه !عقل سالم در بدن سالم وکیلان خو تل مدام ماهی -ګوسفند شتر مرغ (فیل مرغ) غوښی ورسره رنګ په رنګ میوه جات نوش جان کوی نو ددوی عقل باید سالم وی نو پریکړی هم باید سالمی وی .خو نه ! وزیرانو البته اکثره وزیرانو وکیل صاحبان خپلو کوروته او یا دفتروته دعوت کړی وو څه وو چه دخوراک لپاره اماده نه وو هر څه موجود وو پوره پوره وعدی وشوی کله چه وزیرانو داعتماد رایی واخیست نو وزیرانو ددوی کوروته دسوغاتو نو لیږل شروع کړل هرڅه په سوغاتونو کی وو اوس دغه تاسو او ستاسو وجدای او دهغه… نور لوستل »